جمعه, مې 17, 2024
Home+د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

دریمه برخه

 په تیر پسي

نیمه دایروی کندي یا ډنډ:

دا ډول کوچني کندي د نیمه دایروی شکل  لری. د خاوری د تخریب او هم د علوفه یی نباتاتو د تولید لپاره استعما لیږی .دایروي کندي  په لاند ی شرایطو کی تطبیق وړ دی.

کلنی اورښت یی با ید ۷۰۰-۲۰۰ ملی متره پوری وی. خا وره شوره زاره او ریګی نه وی. د سیمی میلان له ۵٪ څخه زیا ت ونه اوسي

ذوذنقه يي ډنډ:

‌ذوذنقه يي کوچني ډنډونه هم نیالګیو ته د اوبو ورکولو دپاره جوړیږي، د یوی ونی لپا ره ۱۵-۱۰ سانتی متره پوری ډنډوکی مناسب ګنل کیږی .ذوذنقه يي شکله کندو د پولو لوړوالی نظر میلان ته ۲۰-۴۰ سانتی متره پوری باید وی. د پولی دول باید ذونذنقی په شکل وی او لاندی برخه یی ۷۵ سانتی متر څخه کم نوی او هم باید وویل شی چی پولی له یوی بلی څخه ۲-۵ مترپوری واتن ولری. ذوذنقه يي شکله کندو کي د نیاګیو تر لوید و پوری د څارویو د خوراک دپآره د پولو ترمنځ د (الوفوی ) نبا تات وکرل شی.

د باران د اوبو د میخانیکي کنټرول طریقه:

په ميخانيکى کنترول کى د تراسونوجوړول شامل دی د ډیر میلان لرونکو ساحو د سلوب کمولو او د ساحي د اوارولو ساختمانونه د تراس په نوم ياديږى، که د زیاد میلان (سلوب) لرونکو ځمکو چي د نباتي پوښښ نه خالي او تش  غونډۍ (تپي) او غرونو کي وي د لوړو برخو روانې اوبه پريښودل شى چى لاندي هموار او کرنيزو ځمکو ته ولاړې شى په تدريجى ډول د روانو اوبو حجم او سرعت (چټکتيا) زياتيږى، پدى صورت کى نه يواځى د ځمکي فرسایشي برخه تخریبیږي بلکه د باران د اوبو سره د خاوري رسوبي ذرات هم انتقالیږي او روانى اوبه هم يو توږونکى او تخريبوونکى خاصيت (سیلابي حالت) پیدا کوي، ددى کار د مخنيوى لپاره د سلوب سره مخامخ يا د سلوب په مقابل کى د باراني اوبو د شدت د کمولو دپآره او هم د باران د جاري شوي روانو اوبو د راګر ځولو لپاره تراسونه (Terraces) جوړيږى. تراسونه یو مثبت ټکی دا دی چي د ساده او ابتداي وسایطو په واسطه هم تراس جوړوی شو،  د تراسونو په جوړولو کي پرمختللي ساختماني موادو ته ډیره اړتیا نه محسوسیږي، د تراسونو جوړول زرګونه کاله قدامت لري او دمختلفو سیمو خلک د مختلفو مقاصدو دپاره په بیلابیلو شکلونو تراسونه جوړوي.

د تراسونو ډولونه:

تراسونه د مختلفو اهدافو دپآره په مختلفو شکلونو جوړیداي شي.

چینل تراسونه (Channel Terraces):

دغه تراسونه د قطعي په برخه کي د چینل یا کانال په ډول کیندل کیږي او په همدي خاطر د چینل تراسونو په نوم یادیږي.

 درجه لرونکي (Graded Terraces) تراسونه:  

د میلان لرونکي ساحي کیندل شوي خاوره  په ښکتني برخه کي اچول کیږي او یو اندازه سلوب یا میلان ورکول کیږي تر څو په دي ډول د اوبو شدد کنټرول او د تخریباتو مخنیوي وکړي دغه ډول ترواسونو ته درجه لرونکي تراسونه ویل کیږي.

جذبوونکي تراسونه (Absorption Terraces):

جذبوونکي د کنتور په شکل جوړیږي او موخه يي د باران د اوبو نفوذ په خاوره کي دی تر څو اوبه جریان پیدا نکړي او ځاي په ځاي جذب شي.

 بنج تراسونه (Bench Terraces):

د تراسونو یو ډول چي د ډیر زیات میلان لرونکو ساحو کي جوړیږي د بنج تراسونو په نوم یادیږي د تراسونو دغه ډول اکثره د ساحي د میلان د کمولو په خاطر د زیني په شکل جوړیږي په فرسایش لرونکو ساحو کي چي د پشتي د خوئیدو امکان زیات وي د زیني دیوالونه د خښتو او لرګیو څخه جوړوي مګر که پشتي کلکی او سخت وي بیا د خښتو او لرګیو استعمال ته اړتیا نشته…….

نور بیا


عبدالسمیع واحدي د هایدرولیکي ساختمانو متخصص nd

2 COMMENTS

  1. منلی او ښاغلی عبدالسمیع واحدی صاحب، السلام علیکم.
    ډېر ضروری او ګټور بحث مو پیل کړی دی، ټولې برخې می به دقت او شوق ولوستی. په ډاډ سره ویلای شم چی همدغه ډول کارونه د ملت او خلکود دنیا او آخرت ژوند ورسموی . دا چی زموږ سیاستوال لګیا دی د چوکیو په خاطر حلک وژنی یو بل کافر بولی دا هسی د دوی د دنیا اواخرت تباهی ده الله پاک به ورڅخه بازخواست وکړی چی تاسو په دنیا کی خلکوته کومه لارښوونه او کوم عمرانی کارونه کړی دی؟ دوی به ځواب نلری. ستا لیکنی جاریه صدقه ده د دنیا او اخرت سرخرویی دی وګټله. زه ځکه ستا لیکنو ته خوښ یم چی وروسته تر دیرشو کالو مې یو ملاتړی وموند. په مجلسونو ، صنفونو، ودونو ، خیراتونو، ورکشاپونو، سیمنارونو، مقالو… کی مو دا خبری ډیری زیاتی وکړی. ایله اوس نامخدا خلک متوجه شوی شینوارو، خوږیاڼو، پکتیا او لوګر کی خلکو شروع کړی ، مګر ستاسو د قلم لارښوونی جلا اهمیت لری، خلک به عملاً ډیره څه ورڅخه زده کړی کامیابی او خوشحالی دی غواړم. هیله ده لیکنی له تاند پرته نورو لارو څخه هم خلکو او ولسی ځوانانو ته ورسوی . یعنی له محدود حد څخه یی پراحه اندازه باندی نشر کړه او دوام ورکړه. درناوی او بیا هم ډیره مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب