شنبه, اپریل 27, 2024
Homeروغتیاد څلویښت کلن نه لوړ کسان دې ولولي

د څلویښت کلن نه لوړ کسان دې ولولي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

( لومړۍ برخه)

     دلته په اروپا کې ډاکترانو ته ورتګ په عمومي ډول د افغانستان په شان ساده او اسانه کار نه دی. باید څو ورځې مخکې نوبت ورته ونیول سي. اختصاصي ډاکتر لکه جلدي ډاکتر، د سترګو ډاکتر او نور، هفتې مخکې وخت غواړي خو ځیني بیا لکه اورتوپیدي او داسي نور، میاشتو او حتي کال انتظار ته اړتیا لري. پر خپل ټاکلي وخت ورتلل هم سمدستي ندي. هلته یې په انتظارخونه کې پر دیواله اعلان ځړولی وي چې : «د نوبت مانا دا نه ده چې سمدستي دې ډاکتر ګوري، بلکې مانا یې دا ده چې د زیات انتظار څخه بیغمه کیږئ» .

     خپل کورني ډاکتر ته پر ټاکلي وخت ولاړم او د انتظار په خونه کې پر یوې چوکۍ کښیناستلم. مخته می پر واړه میز باندي بیلابیلې ذوقي او علمي مجلې او یو لړ طبي براشورونه پراته وه چې هر چا د خپل ذوق سره سم یو شی ورپکې موندلای سو څو د معاینې تر وخت پوري ځان پرې بوخت کړي. ماته تجربې ښوولې ده چې په دغسي حالاتو کې لوستل تر بل هر کار وخت ښه لنډوي. که څه هم ذوقي مجلې مي خوښې دي، مګر دا چې ډاکتر ته سړی د ناروغۍ له مجبوریته ورځي، زه هلته تل طبي براشورونه ډیر پرله اړوم .

       داځل یو براشور په لاس راغی چې سرلیک یې په ساده ډول داسی ژباړلای سم : «ایا د تشو میتیازو ستونزه دې ځوروي ؟» . په براشور کې په دې اړه ګټور مالومات خپاره سوی وه . تازه مي په لوستلو پیل کړی وو چې د معاینې اطاق ته یې ور وغوښتلم . که څه هم ډاکتر ته د پلان سره سم د زړه د ناروغۍ په اړه د سلامشورو په خاطر تللی وم خو تر معاینې وروسته مي د ډاکتر په اجازه براشور راسره واخیست او په بس کې مي تر کوره پوري ټول ولوست. لکه څنګه چې یې وینم اکثره وطنوال می دغه ستونزه لري، ځکه مي نو د هغوی سره د مرستې په خاطر و پښتو ته د ژباړلو تکل وکړ اوکمپیوټر ته کښیناستلم .

دا تاسي او دا هم د براشور بشپړه ژباړه. هیله ده په دُعا کې مي هیر نکړئ:

       د تر ټولو نژدي تشناب په لټه کې:

     ایا فکر کوئ چې د تشو میتیازو په خاطر تاسي تر عادي خلګو ډیر د ټایلیټ (تشناب) په لټه کې یاست؟ ایا د داسي حالت سره مخامخ کیږئ چې میتیازو ډیر سخت نیولي یاست او ساتل یې درته له توانه وتلې ښکاري ؟ ایا کله داسی هم کیږي چې تر تشنابه نارسیدلي او څو څاڅکې په پتلون کې درنه لاړې سي ؟

     د دغه ډول پرابلم تر ټولو ستر لامل د مثانې له حد نه زیات فعال والی دی. په دې لیکنې کې به تاسی د مثانې د دې ستونزې په اړه لنډ مالومات او یو لړ عملي لارښووني تر لاسه کړئ چې څنګه پخپله کولای سئ د ستونزې څخه د در پیښ سوی تکلیف شدت کم کړئ. موږ باور لرو چې په عملي کولو سره به یې تاسی پخپله د ښه والي احساس وکړئ او د خلاصون په لور به ګامونه واخلئ .

     د مثانې دنده او د فعالیت څرنګوالی:

   1  د مثانې یوه دنده دا ده چې بولي (میتیازی) زیرمه او بله دنده یې دا ده چې د ډکیدلو وروسته یې خارجې کړي. د مثانې عضلې ډیر ارتجاعي (ایلاسټیکی) خاصیت لري او پراخیږي چې په دې توګه بولې په اسانه له پښتورګو څخه د مثانې خواته بهېدای سي.

       کله چې مثانه ډکه سي نو اعصاب یې و مغز ته سیګنال او خبر ورکوي . مغز د دې خبر په تر لاسه کولو سره و مثانې ته قومانده ورکوي چې ځان خالي کړي. د دې قوماندې سره سم تاسی ته میتیازې درځي او د تشناب خواته ځئ .

     په نورمال حالت کې تاسي د مثانې د خالي کیدو پر چارو باندي حاکمیت او کنټرول لرئ او تر هغه مناسب وخت پوري یې ساتلای سئ تر څو تشناب ته د تلو فرصت تر لاسه کوئ. د اعصابو سیګنالونه چې ستاسي تر کنترول لاندي دي، و مثانې ته امر کوي چې ځان سره ټوله (منقبصه) کړي، د بولو د خارجيدو د پاره د اړوندې مجرا لاره پرانیزي او په دې توګه خپله ګیډه تشه کړي. د تشیدو یا تخلیې سره سم بیا امر ورته کوي چې د نوموړي مجرا لاره بیرته بنده کړي څو د بیا زیرمه کولو او ډکیدو وړتیا ومومي.

   د مثاني شکل :

   د مثانې عمومي بڼه په دغه رسم کې لیدلای سو:

۱ ـ د پښتورګو څخه مثانې ته د بولو د راتګ نل .

۲ ـ مخاطي غشا .

۳ ـ د مثانې عضلې .

۴ ـ د پروستات غُده .

۵ ـ د بولو د وتلو مجرا .

       نورمال حالت څه ته وايي ؟

       نورمال حالت دا دی چی که په شواروز ( یوه شپه او یوه ورځ ) کې د یو نیم څخه تر دوو لیټرو پوری مایعات وڅښل سي نو مثانه به د څلورو څخه تر اوو ځلو پوري ځان خالي کوي . په هر ځل کې به د بولو مقدار د دوه نیم ډیسي لیټرو څخه تر پنځو ډیسي لیټرو پوري وي ( له یوه ډک ګیلاس نه تر دوو پوري . ژباړ. ) .

       له حد څخه زیات د مثانې فعالیدل څه مانا لري؟

       د مثانې، بولي مجرا او مغز ترمنځ د اعصابو نامتوازن سیګنالونه د مثانې د فوق العاده یا له حد نه د زیات فعالیدو لامل ګرځي . د دې خبري مانا دا ده چې مثانه تر عادي حالت نه ډیر ځلي بې له دې چې بشپړه ډکه سوې وي یا نه وي، ځان د خالي کولو په موخه سره ټولوي او منقبض کوي یې. دا حالت په لاندي نښو څرګندیږي:

الف ـ د مثانې د تشولو په موخه و تشناب ته د تګ خورا زیاته او شدیده غوښتنه. دا ډول غوښتنه سمدستي ناببره منځته راځي او کنټرول یې مشکل کار وي .

ب ـ تر نورمال یا عادي حالت ډیر زیات ځلي د بولي کولو احساس .

ج ـ د شپې لخوا د بولو په خاطر له خوبه پاڅیدل ( Nykturi ) .

د ـ و تشناب ته تر رسیدو وړاندي د شدیدي غوښتني له مخي بې اختیاره په غیر ارادي ډول په پتلون کې د څو څاڅکو بولو څڅیدنه او وتل .

       ددې د پاره چې د مثانې فعالیت فوق العاده وګڼو ، دا اړینه او حتمي نده چې لوړي ټولي نښي به موجودي وي . اکثره ناروغان چې د مثانې د فوق العاده فعالیت د ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، یوازي دریمه برخه یې د بولو د غیر ارادی او بې اختیاره وتلو څخه شکایت لري .

       هغه نارینه چې د بې اختیاره بولو وتلو څخه شکایت کوی ، اکثره ددې نه هم کړیږي چی د شپې لخوا د تشناب په خاطر له خوبه وځي . ددې ستونزي څخه د خلاصون په موخه چې هر څومره ژر لاس په کار سی ، هغومره ژر ښه والی مومئ .

        د لومړۍ برخي پای .

نور بیا

4 COMMENTS

  1. پوهنمل صاحب!

    نو اوس درڅخه مننه وکړم او که څه ووایم
    ظالمه خو دا ټول به دی په یوځای خپور کړی وو نو مونږ به د حل لار تری پیدا کړی وه

    بیا هم مننه

  2. د قدر من نوزادي صا حب څخه ډیره مننه ددوهمی برخې لپاره بی صبرانه منتضر یو ډیره اړ ینه مو ضوع مو څیړلې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب