پکتيا پوهنتون
د خلکو اړتياوې درک کول او د شرايطو مطابق د اړمنو لاسنيوی مديريتي اصولو او مقرراتو ته اړتيا لري. موږ چې په تېرو څو لسيزو کې په مرستو روږدي شوي يوو نو په خپل ځان د تکيه کولو فکر او همت مو بايللي دی. لټي او تنبلي زموږ په وجود کې ژورې جرړې غځولې دي، د کار ځوانان مو دې ته په تمه وي چې مرسته تر لاسه کړي، د کور په انګړ کې چې نيالګي هم کېنوو نو تمه لرو چې کومه موسسه به يې په بدل کې مرسته راسره وکړي. پوښتنه دا ده چې د بل د اوږو بار دا ټولنه به په دې سفر کې تر کوم تمځايه رسي؟ يو خو دا چې (پردی کټ تر نيمو شپو وي)، دا مرستې يوه نه يوه ورځ ودرېږي او دويم د سموېل سمايلز په قول: (لټي په هيڅ صورت د برياليتوب وسيله نه شي کېدی) او موږ لټ و خيرات خواره يو.
څو کاله وړاندې زموږ په کلي کې کاريزونه ول، د کلي اوسيدونکو به له بهرني تشويق بغير کيندل او پاکول خو بيا يې د پاکېدو او کيندلو په مقابل کې موسسو غنم او نغدي مرستې ورکولې، موده وروسته کاريزونه وچ شول او بيا خلکو ژورو څاه ګانو ته مخه کړه، د کاريزونو هغه لښتي چې اوبه پکې نه وې، په نيمايي هغو کې يې د برمو اوبه وبهېدې خو د تېلو د زياتو لګښتونو باوجود بيا هم چا د لښتيو پاکولو ته زړه نه ښه کاوه، اوس يې چې بيا د پاکولو په مقابل کې د غنمو مرستې کېږي نو د پردي امداد په مټ مو خپل لښتي پاک کړل. دا ستونزه يوازې د ولس په بطن کې نه ده بلکې دولتونه او نظامونه هم د دې توانايي نه لري چې په هيواد کې د کاري فرصتونو او بشري ځواک تر منځ اړيکې کشف کاندي او د کار و معيشت څرخ په حرکت راولي.
زموږ کليوالي پرمختيا او ټيکاو په کرنه او مالدارۍ پورې اړه لري، چې لومړيتوب پکې اقتصادي بساينې ته ورکول کېږي. پراخې ځمکې، ځنګلداري، د کانونو اسخراج، د اهلي حيواناتو روزنه او پالنه، کورني کوچني صنعتي فعاليتونه… دې ته زمينه برابروي چې ځايي خلک بوختيا او مناسب عوايد ولري. دويم اړخ د فرهنګي بساينې او سکون په ارتباط دی چې خلک بايد د مناسبو کورونو درلودونکي وي، ماشومان يې ليک لوست ته لاس رسی ولري، روغتون او د ژوند نور امکانات ورته موجود وي او لنډه دا چې خلک د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته د لاس رسي په ارتباط د محروميت احساس ونه لري.
د چاپېريال په اړه اندېښنې يې درېيم اړخ دی چې په ټولنه کې د ثبات مسايل ورسره نغښتي دي، د انساني نفوس په زياتېدو جغرافيايي محدوديتونه زياتېږي نو د انسان په شمول د ژونديو موجوداتو ژوند له ننګونو او ستونزو سره مخامخېږي نو د دا ډول موضوعاتو مديريت کول، هم اړين دي. سياسي او تشکيلاتي سيستمونه يې څلورمه کړۍ تشکيلوي، ځايي خلک بايد د خپلو ستونزو د هوارولو او پرمختګونو په موخه منسجم او منظم واوسي. نظامونه که باثباته کليوالي توسعه (Rural Development) غواړي نو دې ته بايد متوجه شي چې پردۍ مرستې لنډ مهاله او د ټولنو د تباهۍ سبب ګرځي. دا ستونزه يوازې تر کليو را محدوده نه ده بلکې په ښارونو کې هم وضعيت همداسې دی، فابريکې نشته، سوداګري په پيکه حالت کې ده، په دولتي او خصوصي ادارو کې کاري فرصتونه کم دي او نورې بوختياوې نشته نو د سوال د کجکول خوله په ښار او کلي کې يو شان کږه او سپېره ده. نن که ټولنه متکي نه شي، د سبا ورځې لوی پېغور را له غاړې دی، د شاعر خبره:
د تمې، مفتخورۍ شعور يې ولې عامولو؟
پاچا د دې وطن ګڼم حاتم د ګمراهانو