یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د نړۍ یو تر ټولو شتمن د ورځې تر ۱۰۰۰ مخه مطالعه...

د نړۍ یو تر ټولو شتمن د ورځې تر ۱۰۰۰ مخه مطالعه کوي

تاند- وارن بفيټ Warren Buffett د امریکا یو تر ټولو لوی او بریالی پانګوال دی. هغه د فوربس مجلې پر اساس د نړۍ شپږم لوی شتمن یا ملیاردر دی خو ځینې راپورونه وايي چې څلورم زیات شتمن دی.

یوه ورځ له هغه څخه د بریالیتوب د راز په اړه وپوښتل شوه. ده يې په ځواب کې د مطالعې سپارښتنه وکړه. نوموړي وویل:

«هره ورځ لږترلږه ۵۰۰ مخه لوستل وکړئ. د پوهې د ترلاسه کولو همدا لاره ده. تاسې ټول د دې کار وړتیا لرئ، خو په ضمانت وایم، چې ډېر دا کار نه کوي.“

د کامیابو خلکو د ژوند یو لوی راز ډیره مطالعه ده. دوی په یوه خوله وايي چې لوستل د پوهې په لور ټولې بندې دروازې پرانیزي.

ښاغلی بفیټ هر ورځ له ۶۰۰ تر ۱،۰۰۰ ورقو (پاڼو) مطالعه کوي او د خپلې کاري ورځې ۸۰ سلنه برخه په مطالعه لګوي.

یوې جلا څیړنې چې د نړۍ په ۱۲۰۰ شتمنو کسانو ترسره شوې، موندلې، چې ټول شتمن حداقل یو عادت شریک لري؛ او دا شریک عادت: مطالعه ده.

دپر ښاغلي بفیټ سربیره د نړۍ نور ستر شتمن هم زیاته مطالعه کوي.

بیل ګیټس هر کال لږترلږه ۵۰ کتابونه لولي. په دې حساب ګېټس په اوونۍ کې تر یوه کتاب ډېره مطالعه کوي. او دې ته مو هم پام وي چې د انګلیسي اکثره کتابونه ډېر پنډ وي خو په ډېرو کوچنیو تورو لیکل شوي وي.

د فیسبوک مشر مارک زوکر برګ هم په هرو دوو اوونیو کې حتمن یو کتاب لولي.

وران بفیټ ۹۱ کلن دی. درې ماشومان لري او په ساینس کې يې په کولمبیا پوهنتون کې ماستري کړې ده.

هغه اوس هم د نیبراسکا په اوماها کې په یو زوړ کور کې، چې په ۱۹۵۸ کال کې په یودیرش نیم زره ډالره اخیستی و، اوسي.

هغه د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراتیک ډلې د نوماندې هیلیري کلنټن ملاتړی و. نوموړی د ډونالډ ټرمپ د پالیسو سخت منتقد و.

په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ تر ټولو لوی ستر شتمن و. هغه خپلې زیاتې پیسې خیریه کارونو ته ځانګړې کړې او په ۲۰۰۹ کال کې د نړۍ له لومړۍ درجه شتمن کس څخه د دویم درجه شتمن کس کټګورۍ ته راولویدو.

د فوربس پر اساس د بفیټ شتمني ۱۱۴ ملیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي. نوموړی ۶۰ کمپنۍ لري چې مشهورې یې (Geico, battery maker Duracell ,restaurant chain Dairy Queen) دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب