چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب د‌« ملي اسلامي اردو» د تصفيې امر کړی

ملا یعقوب د‌« ملي اسلامي اردو» د تصفيې امر کړی

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د يوه ځانګړي حکم په ورکولو سره، د طالبانو د« ملي اسلامي اردو» د تصفيې امر کړی.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه ملا یعقوب د طالبانو د دفاع وزارت د سرمفتش مفتي لطیف‌الله حکیمی ترمشرۍ لاندې د «ملي اسلامي اردو» د لیکو د تصفيې کمېسيون جوړ کړی او یاد شوي کمېسيون رسماً په کار پيل کړی دی.

ملا یعقوب څه موده مخکې وویل، چې د طالبانو په اردو کې یې تر اوسه څه باندې ۱۱۰ زره جنګيالي جذب کړي دي.

معلومه نه ده، چې نوموړی او نور طالب چارواکي څنګه ژر ژر د خپلو لیکو په تصفیه کولو اقدام کوي.

څه موده مخکې د طالبانو د همدغه سرمفتش په مشرۍ د دوی د ټولو لیکو د تصفيې کميسيون هم جوړ شوی و، چې د طالبانو له لیکو یې د شاوخوا ۵ زره « نا‌ مطلوبو» کسانو د ویستو په اعلان خپله دنده پای ته ورسوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب