یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهکابل کې د نشه يي توکيو ۲۰ زره نور معتادان معالجه کیږي

کابل کې د نشه يي توکيو ۲۰ زره نور معتادان معالجه کیږي

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د نشه يي توکيو د ۲۰ زرو نورو معتادانو د را ټولولو پلان لري.

د دغه وزارت ویاند ویلي، چې دا معتادين به ژر د کابل ښار له مختلفو سيمو څخه را ټول او درملنه به یې وشي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د زرګونه نورو معتادينو معالجه هم شوې ده.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې دوی به د نيشه يي توکيو معتادين را ټولوي او روغتيايي چارواکي به یې د درملنې چارې سمبالوي.

خلکو د نشه يي توکيو معتادانو ته د طالبانو پاملرنه ستايلې، خو ورسره یې د مرګ تر حده د تاوتريخوالي ادعا هم کړې ده.

په دې اړه مخکې ځینې مستندې ویډیوګانې هم خپرې شوې وې، چې طالب جنګيالي د‌ نشه یي توکیو له معتادانو سره د ډېر تشدد په حالت کې ښودل کېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب