یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد صنعت او سوداګرۍ وزارت: ننګرهار د قيمتي ډبرو ب پېر و...

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: ننګرهار د قيمتي ډبرو ب پېر و پلور په مرکز بدلوو

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي ټاکل شوې، چې ننګرهار ولايت له نړۍ سره د قیمتي ډبرو د پېر و پلور په مرکز بدل کړي.

 د دوی په وینا، په دې اړه یې یو شمېر چینايي پانګوالو سره خبرې روانې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ادارې یوه چارواکي ویلي، چې ننګرهار خپله هم ډېرې قیمتي ډبرې لري، خو د هېواد له ډېرو نورو برخو به هم قیمتي ډبرې ورته انتقال او پېر و پلور به یې له دې ځايه وشي.

طالب چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

چینايي پانګوالو په وروستيو کې د افغانستان له طبيعي زيرمو سره ډېره لېوالتيا ښودلې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستيال جنرال هلال الدين هلال بیا طالب چارواکي تورنوي، چې د پيسو او امکاناتو د لاسته راوړلو لپاره یې د افغانستان پر کانونو او نورو زېرمو چور شروع کړی.

د هغه په وينا، طالب چارواکي په دې له ډاډمنیدو سره چې واکمني یې بقا نه کوي، هر ډول چور چپاول ته لاس اچوي او افغانستان یې لیلام کړی.

طالبانو بیا په دې اړه تورونه ردکړي او ويلي، چې د معدنونو عوايد یې په بېساري ډول لوړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب