پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهپر ط تور، پنجشېر کې یې ۲ ماشومان او هرات کې یو...

پر ط تور، پنجشېر کې یې ۲ ماشومان او هرات کې یو ټکسي چلوونکی وژلی

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) ‏‏ په پنجشير کې ځايي سرچينو طالبان د ۲ ماشومانو په شکنجه کولو او وژلو تورن کړي.

د دره ولسوالۍ د عبدالله خېل سیمې اوسیدونکي وايي، چې ياد شوي ماشومان له ځینو نورو ولسي خلکو سره طالبانو يو ځای نیولي وو او اوړمه ورځ یې په ګولیو سوري جسدونه ور ته سپارلي دي.

سرچينې زياتوي، چې طالبانو دغه ماشومان هم د پنجشېر مقاومت ډلې سره د تړاو په نوم نیولي وو.

په هرات کې بيا د طالبانو امنيتي ځواکونه ، د ښار پینځلسمه ناحیه کې دوی ته په چيک پاينټ کې د نه ودریدو له کبله د يوه ټکسي چلوونکي په وژلو تورن شوي دي.

بلخوا: هرات کې د یوه زلمي مړی موندل شوی ، چې ویل کیږي انسان تښوونکو بیولی او وژلی دی.

 دا ځوان امېد ظریفي نومېده، اووه میاشتې مخکې تښتول شوی و او له کورنۍ یې د ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو غوښتنه کیده، چې کورنۍ يې وايي نه يې لرلې.

سرچینې زیاتوي، چې د دغه ځوان مړی پرون له یوې څاه پیدا شوی دی.

طالبانو د يوې پېښې په اړه هم رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي.

افغان خبریالان شکايت کوي، چې معلوماتو ته د لاسرسي له محدوديت سره طالبانو ګڼې ستونزې ورته پیدا کړي او مجبور شوي، چې د پیښو په اړه‌ تر ډېره د خپلو ځايي سرچينو له مخې اطلاع رسونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب