جمعه, مارچ 29, 2024
Home+دانيه شاه په محکمه کې په سرو سترګو وژړل، وايي عامر دې...

دانيه شاه په محکمه کې په سرو سترګو وژړل، وايي عامر دې لياقت دې طلاق را کړي

د پاکستان د فلمونو ستوري د عامر لیاقت درېیمه مېرمن دانیه شاه د رسنيو پر مخ په ژړا شوې او په زرغوني غږ يې ویلي دي، چې که زه بده مېرمن وم، نو عامر لیاقت ولې له ما سره واده کاوه.

دانیه شاه چې د عامر لياقت سره یې د واده يوازې د ګوتو په شمار کلونه شوي، تېره ورځ ویلي و، چې محکمې ته د دې لپاره تللې، څو له عامر لیاقت څخه طلاق واخلي.

دانيه شاه له عامر لياقت څخه د طلاق اخیستلو لامل د نوموړي نشه کول او د نشې په حالت کې بيا زور زیاتی کول په ګوته کړي او په خپله عرض پاڼه کې يې لياقت عامر عیاش انسان بللی دی.

په ورته وخت کې بيا عامر لیاقت بيا پر خپله فسبوک پاڼه یو اوږد پوسټ ک د دانیه شاه ذکر شوي تورونه رد کړي، او دروغ يې بللي.
لياقت عامر په دې اوږد پوسټ کې پر دانیه شاه سخت تورونه ولګول.

دانیه شاه وايي: عامر لیاقت نشه يي انسان دی او په نشه کې سپکې، سپورې هم وایي، د نوکرانو په مخ کې هم زما درناوی نه کوي او اوس یې لا په انستاګرام کې سپکو، سپورو ته بينا کړې، دانيه شاه په دې خبرو کې وه، چې په ژړا شوه.

هغه زیاتوي، عامر لیاقت زما په اړه دومره ناسمې او بې بنسټه خبرې لیکلي، که زه بده مېرمن وای، نو له ماسره یې بيا واده ولې کاوه، هغه د سپکو سپورو سربېره څو ځله ګواښلې یم، وهلې یې هم یم او په مرۍ هم راته لاس ایښی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب