شنبه, اپریل 20, 2024
Home+پریټي زنټا: خپلو غبرګونو اولادونو ته له اندازې ډېره مينه ورکوم

پریټي زنټا: خپلو غبرګونو اولادونو ته له اندازې ډېره مينه ورکوم

د بالیووډ نوموتې اداکارې پریټي زنټا د مور نړیوالې ورځې په مناسبت له ډېرو ناويلو پرده پورته کړه، نوموړې د خپلې مور او دوو غبرګونو ماشومانو انځور د خپلې مور له انځور سره يو ځای پر خپل انسټګرام خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې زه هیڅکله نه پوهېدم چې مور ولې پر خپلو اولادونو ډېره مهربانه وي، خو چې اوس د‌ دوو اولادونو مور شوم، اوس پوهه شوم، چې مور پر خپلو اولادونو څومره مهربانه وي.

پریټي وايي، زه چې کله مور شوې نه وم، خپلې مور به هر وخت راته په ډېره مينه غږ کاوه او هر وخت به زما په اړه اندېښمنه ​​وه.

پریټي زنټا زياته کړې، چې زما د ماشوم تر زېږون وروسته زه پوهه شوم، چې د یوې مور ستونزې څه دي؟
پریټي دا هم ويلي، چې زه خپلو ماشومانو ته زیاته مینه ور زده کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب