یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+يوراج سينګ د خپل کرکټ مخالفين په ډاګه کړل

يوراج سينګ د خپل کرکټ مخالفين په ډاګه کړل

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یوراج سینګ چې د کرکټ په نړۍ کې ځلانده ستوری ثابت شوی، پخپل وخت سره د کرکټ نړۍ یو له غوره الراونډرانو څخه ګڼل کېده، چې په خپل لوبیز ژوند کې يې د ۱۷ سلیزو او ۷۱ نیمه سلیزو سره سره نوموړي ته هېڅ دا فرصت په لاس ور نه رغلو، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې دايمي لوبډلمشر پاتې شي.

يوراج سينګ له (سپورټس ۱۸) سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، دا چې زه پخپل وخت سره لوبډلمشر نه شوم، لامل یې د اسټرالیا پخوانی کرکټ لوبغاړی او د هندي لوبډلې روزونکی ګریګ چپل و.
يوراج سينګ زياته کړه: د هند کرکټ ملي لوبډلې ډېر پياوړي لوبغاړي د ګریګ چپل له بد چلند سره مخ وو، چې دې چارې د هند پر کرکټ بده اغېزه لرله.

یوراج سینګ دا هم وويل، چې د پخواني روزونکي ګريګ چپل او سچن ټنډولکر اړیکې ښې نه وې او ما په دې مسئله کې د ټنډولکر خوا ونېوله، چې دې چارې زه ټارکېټ کړم.
ما غوښتل لوبډلمشر شم خو ما باید د ټنډولکر خوا نه وه نېولې او بايد بې طرفه پاتې شوی وای.
هېره دې نه وي، چې پخوانی الرونډر یوراج سینګ په ۲۰۱۹ زيږديز کال له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب