یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهبلخ او هرات کې ۲ تنه له انسان تښوونکو وژغورل شول

بلخ او هرات کې ۲ تنه له انسان تښوونکو وژغورل شول

تاند:( دوشنبه، د ثور نولسمه) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ ځواکونو په ‎بلخ کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو تن آزاد کړ.

د بلخ لپاره د طالبانو د امنیت آمر قاري عبدالحى عابد وايي چې د‌ طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې دیارلس تنه د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد شوي او په تړاو یې ۶۰ تنه نیول شوي دي.

‏د ‎یوه بل خبر له مخې: په بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي چې په ‎مزارشریف ښار کې څلور تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د هغه په خبره ، له نیول شویو کسانو څخه پنځه تومانچې، درې برچې، یوه ‎کلاشینکوف او لاسي بم هم ترلاسه شوي دي.

بل‌ لور ته: د طالبانو استخباراتو په هرات کې د يوه تښتول شوي ډاکټر د ژغورلو خبر ورکړی.

چارواکو ویلي، چې ياد شوی ډاکټر له پښتون زرغون ولسوالۍ څخه څه موده مخکې تښتول شوی او په ګذره ولسوالۍ کې ژغورل شوی دی.

د طالبانو له لوري په وروستيو ورځو کې د تښتول شویو کسانو د ژغورنې خبرونه زيات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب