شنبه, جون 22, 2024
Homeروغتیانس ناستي د ډيرو ماشومانوژوند ته گواښ

نس ناستي د ډيرو ماشومانوژوند ته گواښ

ډاکتراباسین – له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق، يونيسيف وايي هر کال په افغانستان کې د ٥٠ زرو په شاو خواکې ماشومان، د نس ناستي ناروغۍ له امله مړه کيږي.

چارواکي دغه مړينه د کورنيو لخوا د روغتيا ساتنې د اصولو د نه مراعاتولو پايله بولي او ټينګار کوي که حفظ ال صحی ته پام وشي دغه اندازه به ډیره کمه شي

دبی بی سی  له راپورسره سم  له همدې امله د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د يونيسیف په مرسته کورنيو ته دحفظ الصحې د لارو چارو د ښودلو لپاره يو کمپاين پيل کړى دى .

يونيسيف وايي وار د مخه د کابل په ښار کې پيل شوی دغه کمپاين به دوه اوونۍ دوام وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د داستازندویه دفتر يوناما د رسنيو مشر نظيف الله سالارزی وايي، په دغه پړاو کې به ٧٠٠٠ کورنيو ته د رضا کارانو او روغتيايي کار کوونکو لخوا روزنه ورکړل شي چې د ماشومانو د نس ناستي د مخنيوي لارې چارې ورزده کړي.

د يونيسيف د ارزونې له مخې هر کال د ٥٠ زرو په شاو خوا کې ماشومان د نس ناستي ناروغۍ له امله مري، د عامې روغتيا وزارت د يونيسيف په مرسته په کابل ښار کې له دې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه دوه اوونيز کمپاين پيل کړى دى ، په دغه پړاو کې به ٧٠٠٠ کورنيو ته د ماشومانو د نس ناستي د مخنيوي لارې چارې وښودل شي.

ښاغلي سالارزي همدارنګه وويل، په پام کې ده د روغتيايي چاپيريال ساتنې او په نس ناستي د ماشومانو د اخته کيدو د مخنيوي د لارو چارو د بيانولو لپاره له خبري رسنيو نه هم ګټه واخيستل شيٍ.

د يوناما مطبوعاتي مسوول زياته کړه، له دې سره يوځای به د کابل په ښار کې د کلورين په واسطه د اوبو پاکولو لړۍ هم پرمخ يوړل شي.

نظيف الله سالارزي په ډاګه کړه چې په پام کې ده دې ته ورته کمپاينونه په ختيځو کونړ او لغمان ولايتونو کې هم د روان کال په لړ کې پيل شي.

افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه بلل کيږي چې وايي په مرکز او ولايتونو کې يې ډيری وګړي لږو روغتيايي آسانتياو او پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب