شنبه, جون 22, 2024
Homeروغتیاڅېړونکو د هګیوپه هکله خپل نظر بدل کړ

څېړونکو د هګیوپه هکله خپل نظر بدل کړ

 ساينس پوهانو تر ډيرو څيړنو وروسته پر روغتيا د هګۍ د اغېز په اړه خپل نظربدل کړي دي.

 ډاکټران وايي  که د هګۍ په خوراک کې افراط ونشي نو روغتيا ته ګټه رسوي. د امريکا په هاروارډ پوهنتون کې څيړونکي وايي که په اوونۍ کي دوه يا درې هګۍ وخوړل شي نو تاوان نه کوي.

دوی وايي دهګۍ په زيړوکې يو ډول غوړ يا کولسترول دي چې د رګونو د تنګيدو او د زړه د ناورغيو سبب کيداي شي.

 خو بله خوا په هګۍ کي ګټورمواد لکه ويتامين B 12 ،د ډي ويتامين، وسپنه اويوشميرنورښه مواد شته .

دوی وايي په اوونۍ کې دوه درې هګۍ خوړل روغتيا ته ښه دي خو که ډيره وخوړل شي نو د هګۍ په زيړو کې کولسترول د زړه د رګونو د تنګېدو او د ډيرو سختو ناروغيو سبب کيدای شي.

بله خوا ساينس پوهان وايي چې د غوړ خوراک او سرطانو ترمنځ هم اړيکه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب