جمعه, جون 28, 2024
Homeخبرونهکریستینامایرڅنګه خوشې شوه ؟

کریستینامایرڅنګه خوشې شوه ؟

په کابل کې دبرمته شوې جرمنۍ ميرمنې دوستانولاهم ددې پرنيول کېدونارې سورې کولې چې امنيتي ځواکونوسهاروختي دکريستينامايردخلاصون عمليات بريالي اعلان کړل.

ماير لومړنۍ جرمنۍ مېرمن ده چې په افغانستان کې تښتول شوې خودوه نارينه جرمني انجنيران تېره مياشت په ميدان وردګ کې وتښتول شول چې طالبانويې دبرمته کولوادعاوکړه. له دې دواړو ديوه تن مړى څوورځې وروسته وموندل شو اوتېره اونۍ دجرمني دپوليسودرې منصبداران په کابل کې دماين په چاودنه کې ووژل شول.

په جرمني کې ددې مېرمنې برمته کېدوپه افغانستان کې دجرمني اتباعودامنيت په اړه اندېښنې زياتې دي .

امنيتي ځواکونوددوشنبې دورځې په تياره سهارکې اعلان وکړچې کريستينامايريې دتښتوونکوله منګولووژغورله.

٣١کلنه کريستينا مايردشنبې په ورځ دکابل په کارتۀ سه کې له خپل مېړه سره يوځاى له يوه رستورانه دراوتوپه حال کې وه چې تښتونکوبريدپرې وکړ، دايې آبي کرولا موټرته وخېژوله اووتښتېدل خومېړه يې بېسده هملته پاتې شو. ويل کېږي کرستينا چې د اورا په نامه له جرمنۍ موسسې سره کارکوي حمل لري.

يوازې څوساعته مخکې له دې چې داجرمنۍ مېرمن دبرمته نيوونکو له منـګولو خوشې شي، ددې تصويرونه دکابل پريوه ټلويزيون وښودل شول. کريستيناماير په دې تصـويرونو کې يو ليکل شوى متن دکاغذ له مخې لوسته، اوويل يې چې روغه رمټه ده خودخلاصون لپاره يې دمرستې غوښته کوله.

په تصويرونوکې دتښتوونکودډلې يوه تن چې خپل مخ يې پټ کړى وويل دوى طالبان نه دي اوادعايې کوله چې سم خلک دي. تښتونکو همدارازله حکومت څخه دخپلوبندي ملګرودخوشې کولوغوښتنه کوله.

خودافغانستان دکورنيوچارودوزارت وياندزمري بشري وويل چې داهسې يوه پلمه وه اوتښتوونکو اصلاً داکار دپيسولپاره کړى و:

دمېرمن ماير دتښتولو پېښه هومره ډراماتيکه وه لکه دخوشې کولو عمليات يې چې وو. دآلمان دخبري آژانس ډي پي اې دراپورله مخې دافغانستان دکورنيو چارو وزير اوداستخباراتو دڅانګې مشرهم په دې عملياتوکې حاضروو.

يوه افغان امنيتي مامورچې دخپل نوم له اخيستويې ډډه وکړه ډي پي اې آژانس ته وويل پوليس دکابل په اومه ناحيه کې دشاتني دېوال له لارې هغه کورته ور ننوتل چې تښتوونکو مېرمن کريستينا ماير پکې ساتلې وه. ددې مامور په ويناپه دې ځاى کې دتښتونکودډلې يوازې يوتن و. له دې مخکې پوليسوداسيمه کلا بنده کړې وه څويرغمل نيونکي ونشي کړاى چې داله ښاره بهروباسي. داسيمه ټوله له دې يوه ورځ مخکې پوليسو تلاشي کړې وه.

د جرمني خبري آژانس دراپور له مخې دکارتۀ چهار دسيمــې تقريباً ټولو خلکو مېرمن ماير پېژنده. دسيمې يودکاندار ضياالدين وايي داجرمنۍ مېرمن هره ورځ پردې واټ تله راتله اوکه څه هم پوړنى پرسرګرزېده خوله ورايه پېژندل کېده. داتقريباً هره ورځ دکباب اخيستولپاره هغه رستوران ته چې دشنبې په ورځ ترې وتښــتول شوه تله. په دې ځاى کې يوبل دکانداربصيررستم زاده هم وايي چې هره ورځ ماښام مهال يې کريستيناليده چې له يوې بلې جرمنۍ مېرمنې سره يو ځاى چکرته وزي. رستم زاده وايي: مابه مې خپل زوى ته ويل چې ددې دوو مېرمنو داکار ډېرخطرناک دى.

داوراپه نامه دجرمنۍ مرستندويې موسسې وياندداخبره چې ګنې ددوى مامورې دې بې احتياطي کړې وي ردکړه. داوراويانداولف باومن دبرلين يوې ورځپاڼې ته وويل موږنه بې احتياطي کړې اونه هم لېونيان يو.

اورا له ١٩٩١ کال راپه دې خواپه افغانستان کې فعاليت کوي اوپه دې هېواد کې دژوندکولوپه برخه کې کافي تجربه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب