Homeداسې هم شتهساینسموبایل ټېلفون په ۲۰ ثانیو کې چارج کېدای شي؟

موبایل ټېلفون په ۲۰ ثانیو کې چارج کېدای شي؟

تاند- له مودو را په دې د ساینسپوهانو لپاره د برېښنا د انرژۍ زېرمه کول او د بېټریو بیاچارجول یوه مهمه او د پام وړ مسله ده.

په نړۍ کې د الیکترونیکي وسایلو تر ټولو لوی شرکتونه، تحقیقاتي انستیتوتونه او ساینسپوهان مطلوبې نتیجې ته د رسېدو لپاره څېړنو ته دوام ورکوي.

یوه اتلس کلن هندي الاصله امریکايي زلمکي ایشا کهاري د سوپر کپاسیتر (Super-capacitor) په اختراع کولو دې ستونزې ته د حل لار موندلې ده. د ده دې نوښت په نړۍ کې ډېر خلک حیران کړي دي.

ایشا کهاري، چې په کلیفورنیا کې اوسي، د سوپر کپاسیتر د اختراع کولو په وسیله د موبل ټېلفون بېټرۍ په شلو یا ۳۰ ثانیو کې چارجولی شي.

ده د دې اختراع په خاطر د انټل فونډېشن د سکالرشپ پنځوس زره ډالري جایزه وګټله.

ایشا کهاري، چې له ننو کیمسټري یا نانو کیمیا سره مینه لري، وايي: د ده له لوري اختراع شوی سوپر کپاسیتر د موبایل ټېلفون په بېټرۍ کې اېښودل کېدای او لس زره بیا یې چارجولی شي.

دا په داسي حال کې ده چې د موبل ټېلفون اوسنۍ عامې بېټرۍ یوازې زر ځلي بیا چارجېدای شي.

کله چې له ایشا کهاري څخه وپوښتل شول چې دې مسلې ته یې ولي پام اړولی، نو ده وویل:

«زما د موبایل ټېلفون چارج ژر خلاصېده او باید په ساعتونو مې د هغه د بېټرۍ بیا چارج کېدو ته انتظار ایستلی، دا مسله سبب شوه چې په دې فکر وکړم او د حل لار ومومم.»

د ایشا کهاري اختراع، چې لا په لومړنیو پړاوونو کې ده، له ابتدايي موبایل ټېلفونونو رانیولې تر پرمختللې فضايي ټکنالوژۍ پوري په مختلفو الیکترونیکي وسایلو کې کارول کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...