جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهیوې ښځې د خپلې مور مړی ۱۰ کاله یخچال کې ساتلی وو

یوې ښځې د خپلې مور مړی ۱۰ کاله یخچال کې ساتلی وو

تاند (یکشبنه د دلوې، ۱۲) راپورونه وايي، یوې جاپانۍ ښځې د پولیسو له وېرې د خپلې مور مړی لس کاله د دې لپاره یخچال کې پټ ساتلی وو چې ګواکې پولیس به یې ونیسي او د مور له کوره به یې وشړي.

یاده ښځه چې یوشینو نومیږي تېره ورځ د توکیو ښار په یو هوټل کې د پولیسو له لوري نیول شوې ده.

یوشینو له نیول کېدو وروسته پولیسو ته ویلي چې د دغه دولتي کور قرارداد یې د مور په نوم و او که حکومت خبر شوی وای چې مور یې مړه ده، نو ښايي کور یې ترې اخیستی او دا یې له کوره شړلې وه.

د هغې په وینا مور یې د ۶۰ کلنۍ په عمر په خپل مرګ مړه شوې وه او له وېری یې مړی یخچال کې پټ کړی وو چې لس کاله وروسته پرې پولیس خبر شول او ویې نیوله.

د راپورونو له مخې، د پولیسو له لوري نیول شوې یوشینو نه غوښتل د ښاروالۍ له لوري یې مور ته ورکړل شوی کور له لاسه ووځي او دا بې کوره شي.

راپورونه دغه راز وايي، چې د یوشینو د مور په بدن کې د شکنجې نښې ندي لیدل شوي او د کور پرېښودو ته هغه وخت مجبوره کړل شوه کله چې پر نوموړې د کور کرایه ډېره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په اکثریت هېوادونو کې د شخصي کورونو په پرتله د حکومتي کورونو کرایې کمې وي او د معلوماتو له مخې د مېرمن یوشینو پلان هم د حکومتي کور چې په کمه کرایه ورکول کېږي نیول وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب