جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بهسود ولسوالۍ د پېښې د ارزونې په موخه یو حکومتي پلاوی...

د بهسود ولسوالۍ د پېښې د ارزونې په موخه یو حکومتي پلاوی میدان وردګ ته ورسېد

تاند (یکشبنه د دلوې ۱۲) د ملي امنیت شورا وایي، یو باصلاحیته حکومتي پلاوی د بهسود ولسوالۍ د پېښې ارزونې په موخه میدان وردګ ته ورسېد.

د ملي امنیت شورا نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یو باصلاحیته حکومتي پلاوی د بهسود ولسوالۍ په حصه اول سیمه کې د رامنځته شوې پېښې د څرنګوالي د ارزونې په موخه دغه ولایت ته رسېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه پلاوي مشري د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال ډګر جنرال عبادالله عباد کوي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال، د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي، په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د دغه ولایت مخور هم ددې پلاوي غړیتوب لري.

میدان وردک ته د یاد پلاوي د سفر موخه ددې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې ارزونه بلل شوې ده.

د ملي امنیت شورا وايي، د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د نښتې له امله یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټاکل شوی پلاوی به یې هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د راپورونو له مخې د تېرې جمعې په ورځ د میدان وردګو د بهسود ولسوالۍ په حصه اول سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د علي پور د ملېشو ترمنځ نښته شوې چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي خلکو په وینا، امنیتي ځواکونو په عامو خلکو ډزې کړي دي او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته مهال یو شمېر سرچینې وايي چې لومړی په یاده سیمه کې د زورواکي علیپور ملیشو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او څلور سرتېري یې ووژل چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له ځوابیه برید سره مخامخ شول.

ویل کېږي په دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت هغه ادعاوې چې ګوندې امنیتي ځواکونو په عامو خلکو ډزې کړي بې بنسټه بولي او وايي چې یاد کسان عام وګړي نه، بلکې د عبدالغني علي پور په نوم د یوه زورواکي ملیشې دي چې د حکومت خلاف کارونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب