شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: د اکثر هدفي وژنو او تاوتریخوالي مسوول طالبان دي

اروپايي ټولنه: د اکثر هدفي وژنو او تاوتریخوالي مسوول طالبان دي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) افغانستان کې د ډینمارک او اروپايي ټولنې یو شمېر نورو غړیو هیوادونو د خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د هدفي وژنو، تاوتریخوالي او ټولګټو ځایونو د ویجاړولو مسوول وسلوال طالبان بللي دي.

د یادې ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او ویجاړونکو کړنو د ډېری برخې مسوول وسلوال طالبان دي او نور باید دا ډله پوه شي، چې یادې کړنې نړۍ غصه کوي.

د اروپایي ټولنې، اسټراليا، کاناډا، چک، ډنمارک، فنلینډ، فرانسې، جرمني، ايټالیا، نیدرلینډ، هسپانیې، سويډن، انګلستان، امریکا او افغانستان کې د ناټو لوړ رتبه استازو ویلي، د تاوتریخوالي په زیاتېدو افغانستان کې رسنۍ، علما، روغتیا پالان، مدني فعالان او ملکي وګړي تر هدف لاندې نیول شوي او نور باید دا لړۍ ودرول شي.

خبرپاڼه وايي، نړیوالې ټولنې د انرژۍ ، خوراکي توکو، اوبو سرچینو او د سړکونو جوړونې برخه کې ډېره پانګونه کړې، خو د طالبانو او نورو کړیو له لوري یې ويجاړونه غندي.

د یادې استازولۍ په خبرپاڼه کې زیاته شوې، موږ  له هغه چا سره اوږه په اوږه ولاړ یو چې د یوه ټول شموله سیاسي جوړجاړي له لارې شخړې ته د پای ټکي ایښودو، خپلواکۍ ، بشري حقونو او اقتصادي ودې ته ژمن وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې په ټپه ولاړې دي او دې برخه کې د هېڅ ډول پرمختګ خبر ندی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب