شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+بنګله دېش د وېسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ لوبو ته لوبډله اعلان...

بنګله دېش د وېسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) بنګله دېش د وېسټ انډیز پر وړاندې د ټېسټ لوبولپاره خپله ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوي نوملړ کې : «لوبډلمشر مومن الحق، تمیم اقبال، شکیب الحسن، نجم الحسین شانټو، مشفق الرحیم، محمد میتون، لیټن ډاس، یاسرعلي چوهدري، اصف حسن، مستفتېظ الرحمن، مهدي حسن، تاج الاسلام، شادمان اسلام، نعیم حسن، تسکین احمد ، ابوجاوید، عبادت حسیناو حسن احمد شامل دي».

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ۳مه د احمد ظهور چوهدري په لوبغالي او دوهمه هغه يې بیا د فبرورۍ په ۱۱مه په شېربنګال نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ بنګله دیشۍ لوبډلې ګټلې ده.

بنګله دېش په درېواړو لوبو کې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب