شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد جایدادونو څښتنانو ته قوالې (قبالې) ورکول کېږي

د جایدادونو څښتنانو ته قوالې (قبالې) ورکول کېږي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲)  د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وايي، له دې وروسته به د جایدادونو څښتنانو ته د عصري قبالو ورکول پیل کړي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده چاره له مخکې په هرات کې پیل شوې وه او ډېر ژر به په کابل کې هم د دغه ډول قبالو د وېش لړۍ پیل کړي.

خبرپاڼه وايي، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر، محمود کرزي ملت ته د دولت د حساب ورکولو په نوم پروګرام کې ویلي چې د یادې نوې تګلارې له مخې به د جایداد مالک ته د عصري قبالې ورکولو بهیر یوازې لس دقیقې وخت نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې جایدادونو ته د قبالې ورکولو مسؤلیت د محاکمو په غاړه و، خو څه موده وړاندې دغه مسؤلیت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده چې د جایدادونو د قبالو اخیستل وړاندې تر دې یو لانجمن کار وو او اخیستو یې د جایدادونو څښتنان له یو لړ ستونزو سره مخ کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب