شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نړیوالې شورا د ټېست لوبو نوې درجه بندي اعلان کړه

نړیوالې شورا د ټېست لوبو نوې درجه بندي اعلان کړه

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو د توپ اچوونکو او توپ وهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه.

یادې شورا په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د لسو غوره توپ اچوونکو او توپ وهونکو درجه بندي خپره کړې ده.

د توپ وهونکو په تازه درجه بندۍ کې د پنځه توپ وهونکو په ځایونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

په لومړي ځای کې ویلیمسن، دوهم کې سټیو سمېټ، درېم ځای کې مرنس، څلورم ځای کې ویرات کوهلي او په پنځم ځای کې بیا جیو روټ قرار لري.

پجارا د پاکستاني بابراعظم ځای نیولی او شپږم مقام یې خپل کړی.

بابر اوم، اجینکا ریحاني بیا یوه نمره مخکې راغلې اتم، هنرې نیکولاس هم د نورو لوبغاړو په څېر یوه نمره مخکې راغلی او نهم ځای یې خپل کړی دی.

خو پیاوړی انګلستانی الراونډر بین سټوک بیا دوه نمرې وروسته شوی او لسم ځای ته تللی دی.

د توپ اچوونکو په اعلان شوې درجه بندي:

۱ـ پېټ کمنس

۲ـ سټارټ براډ

۳ـنیل واګنایر

۴ـ جوش هزلیووډ

۵ـ ټیم سوتي

انګلستانی جیمز انډرسن د سویلي افریقايې لوبغاړي رباډا ځای نیولی شپږم، رباډا اوم، اشوین اتم، جسپرېټ بومرا نهم او ویسټ انډیزی جېسن هولډر بیا لسم ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب