شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه بدخشان کې یوه کس له ډېرې بې وزلۍ ځان وژلی

په بدخشان کې یوه کس له ډېرې بې وزلۍ ځان وژلی

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وایي چې یوه کس د بې وزلۍ او فقر له امله ځان وژلی دی.

د چارواکو په خبره یاد کس د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دوی وایي نوموړي د خپلو بچیانو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په خاطر له څو کسانو پورغوښتی خو چا پور نه دی ورکړی او له مجبورۍ یې خپل ځان په دار ځړولی دی.

د مړه شوي کس ګاونډیان هم وایي چې د ده په څېر نورخلک هم شته چې په دې سیمه کې له لوږې سره مخ دي.

دوی وایي که حکومت یې لاسنیوی ونه کړي نو ډېری داسې کسان به له بې وزلۍ ځان وژنه وکړي او ماشومان به یې یتیمان پاتې شي.

د یادونې ده چې دا کس داسې مهال له بې وزلۍ ځان په دار ځړوي چې افغان حکومت د ملي دسترخوان په نوم له بې وزلو کسانو سره د مرستې پروګرام پیل کړی دی.

خو د ولسي استازو او عامو خلکو نیوکې دادي چې دغه مرستې تر اړمنو خلکو نه رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب