Homeخبرونهچارواکي: کندهارکې ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: کندهارکې ۴۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د کندهار ولایت امنیتي چارواکي د لسګونه طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان تادین خان وايي، ارغنداب ولسوالۍ کې یې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال ۳۹ وسله وال طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

تادین خان وایي په ارغنداب ولسوالي کې د افغان ګډو ځواکونو  پرمختګ کړی او د دې ولسوالۍ له ناګهان، کوهک، جوی لاهور، شوهین او یو شمېر نورې سيمو څخه یې طالبان پر شا کړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو ده چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړو له امله د سلګونه کورنیو ژوند تريخ دي.

ځایي خلک وایي ډېری خلک له خپلو مېنو وتښتېدل او ګڼ نور هم هڅه کوي دا سیمې د جګړو له وېرې پرېږدي.

https://taand.net/%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%ac%da%ab%da%93%d9%88-%d9%84%d9%87-%d9%88%db%90%d8%b1%db%90-%d8%b2%d8%b1%da%ab%d9%88%d9%86%d9%87-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%d8%ae/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...