لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
د تکفیر په اړه خبرې اترې:
د علم کلام په نه شتون کې د تکفیر پراخېدل:
د اسلام د تاریخ په دوو لومړیو پېړیو کې خوارجو ډېرې وینې وبهولې او دا سبب شوه چې د اسلامي ټولنې عمومي وجدان د تکفیر موضوع جدي پسې واخلې. د همدې جدیت په وجه اکثرو علمي سرلارو د مخالفانو د تکفیرولو پر ذهنیت سختې نیوکې وکړې. په حقیقت کې، هغه بلوا چې د دریم راشد خلیفه په وژلو سره پیل شوه او دا لویه فتنه «الفتنة الکبری» وبلل شوه، او تر هغه راوروسته جنګونه داسې ویجاړوونکی توپان و چې د مسلمانانو د کم عمرې امپراتورۍ ټغر یې ټولولی شول. په فتنې پورې د اړوندو روایتونو راټولول چې د حدیث په مشهورو کتابونو کې تر «الملاحم و الفتن» عنوان لاندې راغلي دي، دا راښيي چې مسلمانه ټولنه د دې اور د خپرېدو له درکه سخته اندېښمنه وه. په همدې وجه، د پر له پسې بغاوتونو او جنګونو تر څنګ د فتنې د مهارولو په لاره کې هم ډېرې هلې ځلې وشوې. په دې منځ کې یوه هڅه دا وه چې د تکفیر هغه توره چې خوراجو را ایستلې وه، بېرته په تېکي کې واچول شي. لویو عالمانو او مجتهدانو ډېره هڅه وکړه چې په مختلو لارو د تکفیرپالو فعالیت محدود کړي، لکه: د راویتونو راټولول، د عقیدې او کلام د موضوعاتو قاعدهمند کول، او د فقهي قواعدو رامنځته کول. همدا وه چې د خوارجو غوغا تر دوو پېړیو وروسته غلې شوه او ظاهرپالي څنډې شول او اسلامي تمدن د غوړېدا پر لاره سم شو.
تر هغې وروسته بیا سره له دې چې د مسلمانانو د ځینو ډلو تر منځ تشدد و او اعتقادي شخړې او په مقطعهيي او محدود ډول د ځینو له خوا د تکفیر له کارولو سره سره، بیا هم د تکفیر د خپرېدو خطر لرې شو او اپیډیمیکه بڼه یې خپله نه کړه. په حقیقت کې، هغه هڅې ټولې د دې سبب شوې چې له دې ښکارندې سره د مخالفت لپاره پاموړ کلامي او نظري سنت رامنځته شي او اسلامي ټولنه یو لوی خطر تېر کړي. که داسې نه وای شوی، کېدای شو چې اسلامي تمدن په زانګو کې ساه ورکړي.
هغه کلامي سنت سره له دې چې د تکفیر ریښې وچې نه کړای شو چې اسلامي ټولنه د تل لپاره ورنه بې غمه شي، خو دې ډاروونکې درې ته د ډېرو کسانو د ورتګ مخه یې ونیوله او مجبور یې کړل چې له خپلو فکري مخالفانو سره په لا زیاتې حوصلې سره چلند وکړي او په آسانۍ سره څوک د دین له دایرې څخه وتلي و نه ګڼي.
په اوسني دور کې د تکفیر د تورې د بیا را ایستلو جسارت ګڼ عاملونه لري. یو عامل یې پر علم کلام د سلفیانو پراخې حملې وې. د کلام علم چې په واقعیت کې د منطق او فلسفې په مرسته رغېدلی و چې له اعتقادي قضیو سره چلند ضابطهمند کړي، او د خپل سرو قضاوتونو او د دیني نصوصو د تحت اللفظي فهم مخه ونیسي، سلفي عالمانو سخت وغانده. د «ذم کلام» مخینه او د کلام سخته غندنه ان د اسلام په لومړیو پېړیو کې پیل شوی و او د اهل حدیث د میراث یوه برخه ده چې معاصرو سلفیانو ته ورپاتې شوې ده. خو په هاغه دور کې نامتو متکلمانو او فقیهانو لکه امام المتکلمین فخر الدین رازي او امام غزالي او امام الحرمین جویني او نورو لویه هڅه وکړه چې دا علم د اعتبار خاوند شي. په هاغه وخت کې د اهل حدیث آواز د دوی تر غږ تت و او اسلامي تمدن وشول کولی چې د کلام علم په خپله معرفتي مبنا کې ځای کړي.
په اوسني پېر کې، معادله اپوټه شوه او د سلفیت توپونو د کلام علم تر سخت اور لاندې ونیو او ویې شول کولی چې د ډېر خلکو په سترګو کې دا علم بې اعتباره کړي، په تېره بیا د د هغو دیندارو ځوانانو په سترګو کې چې علم یې کم خو جذبې یې زیاتې وې. د کلام د علم او د هغه د ضوابطو له پامه غورځول په هغو عاملونو کې یو و چې د تکفیر په ترویج او بابېدو کې یې مرسته وکړه.
د معاصرو مسلمانو متفکروانو په منځ کې لږ داسې کسان وو چې د علم کلام په اهمیت وپوهېږي. د دې لږو کسانو آواز غالباً نا اورېدلی پاتی شو. په دې ډله کې یو تن مرحوم سعیدي حوي و چې د خپل علمي فعالیت په لومړیو کلونو کې د سوریې د اخوان المسلمین په سرلارو کې حساب و، او د کلام او فقهې د علم د اهمیت په اړه یې رسالې وکښلې. د هغه د دې لیدلوري وجه دا وه دی په فقهي مذهب حنفي و او په صوفیانه طریقت کې نقشبندي. همدا وجه وه چې په پای کې له اخوان څخه رسماً او د تل لپاره بېل شو. رمضان البوطي هم د «کبری الیقینیات الکونیة» کتاب په لیکلو سره، هڅه وکړه چې د ځینو نورو اهل علمانو غوندې په دې عصر کې د کلامي تفکر لپاره لاره خلاصه کړي. خو د سیاسي اسلامکارو ډلو، لکه د خوان، اغلب متفکرانو په دې برخه کې د سلفیت لارې ته مخه کړه. د دې جماعت بنسټګر، حسن البنا، په خپله مهمه رساله «تعالیم» کې – چې د دې جماعت مانیفیسټ دی، خپله تګلاره داسې بیانوي چې: “دعوة سلفیة” یعنې زموږ دعوت د سلفیت دعوت دی. خو د اخوان پر ځینو عقیدهيي برخو لا متشددو سلفیانو نیوکې کړې دي چې دا په کافي اندازه سلفي نه دي او هغه یې فاسدې ګڼلې دي. د اخوان او سلفیت د خپلوۍ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې دواړه د عقیدې په تعلیم کې د کلام له علم څخه لرې تښتي. دا هماغه خطرناکه چلند دی چې وروسته یې د ځوانانو په منځ کې برسېرن فکر کول خپاره کړل او دوی ته یې جرأت ورکړ چې په آسانۍ سره نور کسان له سمې اسلامي عقیدې څخه منحرف وګڼي او احیاناً تکفیر یې کړي.
کلام ته د ورستنېدو لپاره د ځینو نوفکرو مسلمانانو هڅې د ستایلو دي او بحران یې لږ کم کړی دی. په دې کې د لاهوري اقبال او محمد عبده هلې ځلې او همدارنګه په ایران، عراق او ځینو نورو اسلامي ملکونو کې نن سبا د نوي کلام په نامه هڅې شاملې دي. خو پرمختللي کلامي مبحثونه هر وخت د عوامو تر فکري هاضمې او حوصلې لوړ وي، همدا وجه ده چې دا کارونه یوازې په ډېره محدوده ساحه کې پاتې کېږي. برعکس، د اعتقادي چارو عام پسند تعبیرونه چې د مقابل لوري په لاس کې دي، خورا ډېر اورېدونکي لري.
نه وایم چې کوم بد نیت به په کې و. په اصولي لحاظ دا مسایل په اجتهادي خطاګانو کې راځي. خو په دې برخه کې خطا درنې پایلې لرلې دي. علم کلام او د فقهې د اصولو علم د اسلامي علومو په برخه کې خورا مهمه بریا وه. د دې دوو علومو ضوابط د دیني متنونو په فهم کې د خطرناکو ښویېدنو مخه نیوله. دغه لویه ماڼۍ په یوه شپه او یوه ورځ کې نه وه جوړه شوې. د دې علومو له پیدایښته تر تکامله پورې څو پېړۍ تېرې شوې او دې علومو د اسلامي ټولنې د ستونزو یوه برخه کمه کړه. دا دواړه علمونه د خپلو ضوابطو هغه خورا عقلاني برخه له منطق او فلسفې څخه راخیستې وه.
د دې موضوع د اهمیت په وجه مې په یوه مقاله کې چې عنوان یې و «کلام ته ستنېدل، فلسفې ته ستنېدل» ټینګار کړی و چې په اوسني عصر کې زموږ فکري رېنسانس دې عقلاني علم ته له ورستنېدو پرته ناممکن دی. دا مقاله په «سترګې به پرانیزو» کتاب کې چاپ شوې ده.
[«سترګې به پرانیزو» کتاب له دې لینک څخه وړیا ډانلوډ کولی شئ: http://ketabton.com/book.php?id=330 ژباړن]
دې موضوعاتو ته ځکه اشاره کوم چې وپوهېږو چې لویې فکري او فرهنګې پېښې په یوه شپه کې نه پېښېږي، بلکې ډېر سره اوبدلي پټ او ښکاره عاملونه یې تر شا پراته دي. که د تکفیر خطر په جدي ډول درک کړو او وغواړو چې چاره ورته وګورو، نو مجبور یو چې د قضیو لا ژورو پټونو او ریښو ته لاره وباسو.