Home+ناردرن واریرز لومړۍ ګټه خو ډيلي بولز ته لومړۍ ماتې وخوړه

ناردرن واریرز لومړۍ ګټه خو ډيلي بولز ته لومړۍ ماتې وخوړه

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د متحده عربي اماراتو ټي ټېن یا لس اوره لیګ په نهمه لوبه کې ناردرن واريرز د ٣٢ منډو په توپير د ډيلي بولز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ډيلي بولز پچه وګټله او لومړى يې ناردرن واريرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ناردرن واريرز که څه هم کمزورى پيل وکړ خو وروسته يې چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې وکړې.

د ناردرن واریرز لپاره نيکولاس پوران د ۵ شپږيزو او ۵ څلوريزو پر مټ په ٢١ توپونو ۵۴ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

فابين الين ٢٨ ناسوځېدلې، رومان پاول ٢۴ ناسوځېدلې او برېنډن کنګ ١٨ منډې وکړې.

د ډيلي بولز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۰۵ منډې وکړې او د ٣٢ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري روي بوپاره ٣۶  رحمان الله ګربز ١۵، محمد نبي ١۵  ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه واين پارنيل ترلاسه کړه.

دا په روانو لوبو کې د ډيلي بولز۳مه لوبه وه چې لومړۍ ماتې يې وخوړه خو د ناردرن واريرز ۲مه لوبه وه چې لومړۍ بريا يې خپله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...