جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان، ازبکستان او پاکستان پر سوداګریزو همکاریو خبرې کوي

افغانستان، ازبکستان او پاکستان پر سوداګریزو همکاریو خبرې کوي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپآڼه کې ویلي چې حنیف اتمر او ورسره مل پلاوی به د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او همدا راز به د پاکستان، افغانستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي.

په دې غونډه کې به د یادو درېواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیت خبرې وشي.

سرچینه وایي چې افغان پلاوی به له ازبکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو نورو سیمه ییزو مسایلو هم خبرې اترې ولري.

د سوداګریزو همکاریو په اړه د دې ناستې خبر داسې مهال خپرېږي چې لاهم افغان سوداګر په سوداګریزه برخه کې له شته ستونزو شکایتونه لري.

دوی وایي په ځانګړي ډول پآکستان ورته وخت ناوخته ستونزې جوړوي او د دوی د سوداګرۍ خنډ ګرځي.

افغان سوداګر وایي که په سوداګریزه برخه کې شوې ژمنې ورسره عملي شي نو ښایي بیا په دې برخه کې ناستو ته اړتیا پېښه نه شي.

د افغان سوداګرو په خبره ډېرکله په دغه ډول ناستو کې د سوداګریزو همکاریو ژمنې کېږي خو عملي کېږي نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب