پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ ریاست: د انلاین نوم لیکنې پر ځای نور عریضې راوړئ

پاسپورټ ریاست: د انلاین نوم لیکنې پر ځای نور عریضې راوړئ

تاند (دو شنبه، د جدي ۱۸ مه) د افغانستان د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې د نوم لیکنې انلاین برخه تخنیکي ستونزو سره مخ شوې ده.

د دغه ریاست لپاره د طالبانو عمومي رئیس عبدالکریم حسیب په یوه ویډیو کې چې د دغه ریاست پر اېکس پاڼه خپره شوې ویلي: «په افلاین بڼه یا په سپينو عریضو به د پاسپورټ د وېش لړۍ د چهارشنبې په ورځ چې د مرغومې له ۲۰ مې سره برابره ده پېل شي.»

ښاغلی حسیب زیاتوي: «په انلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده هغوی ته وار نه‌رسېد، نو ځکه مو په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش بهیر پېل کړ.»

نوموړی زیاتوي چې دا بهیر به لومړی په کابل او که‌چېرې نتیجه یې ورکړه په ولایتونو کې به هم پېل شي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د پاسپورټ ترلاسه کولو او په دې وسیله له هېواده د وتو هڅې اوج ته رسیدلي، خو ورسره خلک شکایت لري چې پاسپورټ د عادي پروسیجر او قانوني لارې اخیستل خورا سخت شوي.

دوی ادعا کوي، چې طالب رژیم د پاسپورټونو د وېش لړۍ تر ډېره تور بازار ته سپارلې او مجبور خلک باید د پاسپورټ اخیستو لپاره زرګونه ډالره کمیشن کارانو ته ورکړي.

طالب چارواکو دا ادعاوې رد کړي او ویلي، چې په دې برخه کې له مخکیني حکومت څخه ور پاتې مامورینو فساد کاوه چې دوی نیولي او مجازات کړي دي.

طالب چارواکو په دې برخه کې د اخلاقي او مالي فساد په تور د پاسپورټ د یوه طالب رئیس د ورور د نیول کیدو د مجازات په اړه څه نه دي ویلي.

د نوموړي د دغه فساد په تړاو ځینې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوې وې.

3 COMMENTS

  1. دتور بازار د سپارلو کې شک نشته، زه کسان پیژنم جې په یو پاسپورت یې څوارلس سوه دالر کمیشن ورکړی

  2. ماشاءالله ، که د عریضو یا غوښتنلیکونو په اساس پاسپورتونه توزیع شي ، دا به بهتره وي . هغوی چې عاجل ضرورت لري لکه مریضان ، یا خارج ته د یو قانوني او عاجل سفر لپاره د پاسپورت درلودل حتمي او ضروري دي . اما شته یو تعداد کسان چې پاسپورت ته اوس هېڅ ضرورت نه لري او یا په افغاني پاسپورت له څو محدودو هېوادونو پرته د سفر ویزه نه ورکوي ، خو بیا هم د مبادا ورځې لپاره پاسپورتونه اخلي او د نورو وخت ضایع کوي .

  3. پدی سره به د رشوت او کمیشن کاری بازار ښه تود شی ، ډیجټل یا انلاین سیستمونه د دی لپاره رامنځ ته شوی وو چه د نوبت نیولو کی له رشوت او واسطه کولو او نورو بی عدالتیو څخه مخنیوی وشی ، نو اوس به ډلی ډلی انډیوالان د پاسپورت دفتر کی ناست وی ، پیسی به ورکول کیږی او د پاسپورت نوبت به اخلی ، څوک چه دا نشی کولای په انلاین کی خو به یی یوکال انتظار ایستلو، اوس به نو ورته بلکل ناممکنه شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب