پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمن: «فتحه» مو مبارک شه؛ حسن اخوند: موږ نه بېلیدونکي یوو

فضل الرحمن: «فتحه» مو مبارک شه؛ حسن اخوند: موږ نه بېلیدونکي یوو

تاند (دو شنبه، د جدي ۱۸ مه) د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د رژیم رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند نن د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند له مشر ملا فضل الرحمن او ملګري پلاوي سره یې په ارګ کې لیدلي.

د سرچینې له مخې، ملا حسن اخوند په دې لیدنه کې وویل:« افغانستان او پاکستان دوه داسې هیوادونو دي چې په بیلابیلو برخو کې ګڼ مشترکات لري، دغه ولسونه یو له بله بیلتون نه لري، شاید د حکومتونو تر منځ په مناسباتو کې ستونزې پیښې شي، خو ولسونه او علماء کرام د ګډو ارزښتونو له امله یو له بله نه شي بیلیدای.«

طالب چارواکي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: « په افغانستان کې لله الحمد اسلامي نظام حاکم دی، علماء کرام د قدرت په رأس کې دي، موږ هره مسئله په شریعت عرض کوو، شریعت چې الهي قانون دی، موږ ته د دې اجازه نه راکوي چې کوم چا ته ضرر ورسوو.«

د طالبانو د اعلامیې له مخې، ملا فضل الرحمن د« اشغال» په وړاندې د طالبانو« بریا» لویه فتحه وبلله او د افغانستان ولس ته یې مبارکي ورکړي.

سرچینه زیاتوي:نوموړي هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې راغلی اسلامي نظام نور هم مستحکم شي، تر څو یې په برکت ټولې اسلامي نړۍ ته مثبت اثرات ورسیږي.

د کابل د سفر پر مهال ملا فضل الرحمن د طالبانو لخوا پر افغان نجونو د زده کړو د بندیزونو ضمني دفاع هم کړې او ویلي، نړیوال پر دې موضوع د نیوکو پر ځای باید د فلسطین په مسئلې تمرکز وکړي.

د نوموړي د کابل سفر، ورڅخه د طالبانو پراخ هرکلی او د هغه پاروونکې خبرې د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

5 COMMENTS

  1. د امرتسر د معبد ژیړ لنګوټی او تور کوټی آشپز ( فضل الرحمن ) ولی پخپل هیواد کی طالب غوندی حکومت نه غواړی؟

  2. فضل ملامت ندی دا زمونږ ازلي غلامان چې ښځې یې اوس هم پنجاب ته پریښي ملامت دي. دوی د الله او رسول په نوم چې جهاد یې کړی د افغانانو په سترګو کې خاورې اچوي خو اصلا د پنجاب او امریکا غلامان او مطلق کافر دي. دوی د ږیرې، لنګوټي او ریا لمونځونو خلک دوکه کوي خو د دجال اولاد دی. فضل خو پدري د غور نیکه نه تر اوسه د فرنګي خدمت کوي او د ای اس ای او غرب تر مینځ پل دی.

  3. له غلام ابن غلام ابن غلام ملاډیزل فضلو نه یوڅوپوښتنې :
    ستا له منافقانه نظره هغه کوم شیان دي چې په افغانستان کې یې جواز درلود او په پنجاب کې شرعي جواز نه لري ؟
    هغه کوم کارونه دي چې پنجاب کې یې د کولو اجازه شته او په افغانستان کې نشته ؟
    یوه وروستۍ پوښتنه : آیا دغه فتحه او د اسلام بریا په پنجاب کې ولې نه غواړې چې دلته مونږ ته یې غواړې ؟ د اسلام د مبین دین له نظره کوم شی چې ځان ته غواړې بله مسلمان ورور ته یې هم وغواړه .

  4. که مجاهد وايي چې ملا هیبت الله د تقوا له مخې عکس نه اخلي، سمه ده، عکس دې نه اخلی خو بیا دي په ژوندۍ بڼه د خلکو غونډو ته ورشي. خلکو سره دې مخامخ سترګې په سترګو کې خبرې وکړي. که مخ پټول او عکس نه اخیستل اسلامي وي، نو بیاخو دې ټول ملایان له عکسونو او خلکو سره د لیدلو څخه منعه کړي..
    ویل کیږی چې د ملا هیبت په نوم کوم پاکستانی ناست دی.

  5. خر راغلی ده د خرو سره میلمه ده
    له دی خرونه څه ګیله ده
    خر په مینه نه پوهیژې
    د خر مینه ده لغته
    خره د وطن په مینه نه پوهیژی
    خر ته هر دښته مینه ناکه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب