جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد یوه طالب مقام پر کور بمي برید؛ ۴ لوڼې یې وژل...

د یوه طالب مقام پر کور بمي برید؛ ۴ لوڼې یې وژل شوې دي

تاند (دو شنبه، د جدي ۱۸ مه) د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکو ویلي، چې د حصارک ولسوالۍ د پوهنې د آمر غلام جیلاني حنفي پر کور تېره شپه د بمي بریدونو له امله د هغه ۴ لوڼې وژل شوې دي.

د پوهنې ریاست ویاند فرهاد ستانکزي دا نه دي ویلي، چې د ښاغلي حنفي کور په کومه سیمه کې دی او بمي بریدونه چا کړي دي؟

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې په خپل واټساپ ګروپ کې د درېیو وژل شویو نجونو عکسونه هم خپاره کړي چې کم عمره دي.

ګومان کېږي چې یوه وژل شوې نجلۍ به کم عمره نه وه.

چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

5 COMMENTS

  1. د فاسد جمهوریت په وخت عام خلک د خپلو اولادونو د نفقه لپاره مجبور وو چې په دولت کې کار وکړي. همدا جاهلو خوارجو ترلیبانو هغوى په بې رحمي سره حلالول. دوې په هیچا رحم ندي کړي.
    د دغو بې ګناه ماشومانو قتل په هیڅ حال کې د توجیه وړ ندي، خو ترلیبانو ته یو درس دي تر څو په دی پوه سي چې د فامیل د غړو له لاسه ورکولو درد څومره دروند دي.

    • دا یو ستر جنایت او لوی وحشت دئ او هیڅ یو انسان داسی وحشی کار نشی ترسره کولې.
      دداسی ګلالیو او معصومو ماشومانو وژل یوه درده ونکي پیښه ده چی په انسانی ټولنه کې يی هیڅ تصور نشی کیدلې.
      الله تعالی دی داسی وحشیان د ځمکی له مخ نابود کړی. امین

  2. د ماشومانو وژل په هیڅ صورت ښه کار ندی، چې بد ګرځې بد به پرځې. همداسې به یې لچا سره کړي و او دا یې عکس العمل دی. دوی هم په لکونو افغانان په یو نوم او بل نوم بې ګناه وژلي. هیڅ افغان کافر کیدی نشي هغه که په هر رژیم کې وي مګر دوی تیر نظام ته کافر ویل خو حقیقت دادی چې طالب مسلمان ندی او نه افغان دی. دوی د امریکا، انګلیس او پنجاب مشترکه پروژه ده او ددین سره هیڅ تړاو نلري. دوی ازلي او عقیدوي غلامان دي او دا کار په هیڅ صورت نه پریږدي. مولانا فضل رحمن ورته د فتح مبارکي ورکوي خو په پاکستان کې نظام د این مطابق ګڼي خو یو طالب کې دا جرت نشته چې څه ورته ووایي.

  3. فضول الرحمان د تاسو قادیانیو پنجابیانو له خوا تربیه شوو قادیانیو چړیانو افغانستان ندی فتح کړۍ بلکه ستره خړوسه ددوحه معاهده کښی د غلیسی امریکا له خوا د خائین خلیلزاد په امضا د افغانستان حاکمیت دتاسو پنجابیو له خوا تربیه شوو قادیانیو چړیانو ته ورکړۍ شو اواوس د ستا په شان بویناکه پنجابۍ ددوی له خوا رسمی استقبال کیږۍ واقعآ چی غلیسی امریکا د هغه وخت شورویانو په اندازه د افغان ملت سره ستر خیانت کړۍ دی او اوس هم دا خیانت دوام لری !!! بلی ددی لپاره په جدیت سره فعالیت جریان لری چی د تاسو غلیس مردود پلانونه شنډ کړۍ شی او لکه افغان ملت شورویان د خاوری څخه وشړل او غلامان ئی تیښتی ته مجبور شول نو د تاسی غلیسانو تخریبی نفوذ به له مینځه ځی او د تاسو غلامان به لازمه سزا وینی !!!!

  4. ځنګه ده طالب خان دا چی تاسو د خلکو اولادونه وزل او خوند مو تری اخیسته اوس خوند کوی کنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب