جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد باجوړ او پېښور پېښو کې ۶ تنه وژل شوي، ۲۵ ټپیان...

د باجوړ او پېښور پېښو کې ۶ تنه وژل شوي، ۲۵ ټپیان دي

تاند (دو شنبه، د جدي ۱۸ مه) د خیبر پښتونخوا په باجوړ او پېښور کې د دوو جلا پېښو له امله ۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، د باجوړ برید د ماموندو په بېلوټ فرش سيمه کې هغه مهال وشو چې د پولیسو ګاډي د ګزمې په حال کې وو.

د پولیسو په خبره، دا په سړک کې د ښخ شوي بم چاودنه وه چې ۲۲ پولیس یې ټپیان کړي هم دي.

په نښه شوي پولیس د پوليو وايرس ضد واکسينو کمپاين د ډلو او نورو روغتيايي کارکوونکو د امنيت ساتلو دنده درلوده.

د واکسينو دا درې ورځنی کمپاين له نن څخه په خيبر پښتونخوا کې پيل شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، نن په پېښور جوډيشل کمپاونډ کې د يو کس په ډزو کې یو تن وژل شوی او ۳ ټپیان دي.

پولسو ویلي چې بریدګر نيول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

د دوی په خبره تر برید لاندې راغلي خلک پولیسو په يوه قضيه کې د اورېدنې لپاره عدالت ته وروستلي وو چې هلته ناست يو تن پرې ‌ډزې وکړې.

 په پاکستان او پښتونخوا کې له څه مود راهیسې د دغه هېواد پر ځواکونو بریدونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب