یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد مولوي کبیر دفتر: ایران مو د مخالفانو ملاتړ نه کوي

د مولوي کبیر دفتر: ایران مو د مخالفانو ملاتړ نه کوي

تاند (سې شنبه، د جدي ۱۹ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر د ایران د ځانګړي استازي له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د طالبانو د مخالفانو ملاتړ نه کوي.

د مولوي کبیر دفتر وایي، چې دا ډاډ د ایران ځانګړي استازي له نوموړي سره د لیدنې پر مهال ورکړی.

سرچینه زیاتوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو مسئله، سیاسي او اقتصادي مسایل هغه موضوعات وو، چې دواړو لورو پرې خبرې وکړې.

د مولوي کبیر دفتر د کاظمي قمي له قوله ویلي:«هېواد یې د اسلامي امارت له مخالفانو ملاتړ نه‌کوي؛ خو هڅه کوي چې افغانستان د سیمه‌ییزو همکاریو یوه برخه شي. هغه زیاته کړه، هغه ډلې او کړۍ به هېڅکله بریالۍ نه‌شي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ مخالفت او نفاق ته لمن وهي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د رژیم یو شمېر مخالفان او په ځانګړي ډول د ایران له ملاتړه د شمال ټلوالې یو شمېر مشهور قومندانان په دغه هېواد کې حضور او ځینې فعالیتونه لري.

طالب چارواکو مخکې د امریکا او یو شمېر لویدیزو هېوادونو له اړخه هم، د دوی د مخالفانو د نه  ملاتړ خبر ورکړی، خو منتقدان یې باور لري چې د طالبانو په شان دغو او نورو هېوادونو پرځېدلي جمهوري نظام ته هم ورته ژمنې ورکولې، مګر د پردې شاته یې د طالبانو ملاتړ کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب