سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد کابل د واکمنو طالبانو او پاکستان د ناندریو په اړه د...

د کابل د واکمنو طالبانو او پاکستان د ناندریو په اړه د افراسیاب خټک تازه څرګندونې

تاند (سې شنبه، د جدي ۱۹ مه) د پښتونخوا مشهور ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک د کابل دواکمنو طالبانو او پاکستان وروستۍ ناندرۍ یوه غولونکې لوبه ګڼي او ادعا کوي، چې طالبان د پاکستان ستراتیژیک متحدین دي.

د هغه په وینا، د پاکستان او طالبانو ناندرۍ له دې امله استخباراتي لوبې دي چې دغه هېواد طالبانو ته د یوه خپلواک ادرس په توګه حیثیت ورکول غواړي.

ښاغلی خټک باور لري، چې پاکستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې په پښتونخوا او افغانستان کې د پاکستاني او افغان طالبانو په وسیله زرګونه پښتانه او بلوڅ ملتپال ووژل.

د خټک په خبره، پاکستان په سیمه کې تر هر چا زیات پښتانه او بلوڅ ملتپال خپل دښمان ګڼي او له طالبانو په خاصه توګه د دغو لوریو د ځپلو لپاره ګټه اخلي.

افراسیاب خټک د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د پاکستان د هغو ادعاوو یادونه کوي، چې د پاکستان د تحریک طالبان یا ټي ټي پي د رامنځته کیدو او مخته وړلو ملامتي یې پر افغان جمهوري نظام اچوله او ویل یې، چې افغانستان د هندوستان په مرسته ټي ټي پي رامنځته کړې او سمبالوي.

خټک زیاته کړه، چې اوس د افغان جمهوري نظام له پرځیدو وروسته هم پاکستان افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نیستي، خو واقعیت دا دی چې نه ټي ټي پي مخکې او نه اوس له افغانستانه تمویلیږي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه ځه نه دي ویلي، خو د طالبانو رژیم او مشرانو یې په پرله پسې ډول له پاکستان سره خپلې پټې اړیکې او ورڅخه اغېزمنتیا رد کړې ده.

2 COMMENTS

  1. دا ډیر منفی انسان دی داخپله دپنجاپ تر سیوری لاندی ژوند کوی فکر کوی چی ټول همداسې دی

  2. حقیقت ډېر تریخ دی . دا خو هېڅ منطق نه مني چې ټالب دې د پنجاب او ملا ډیزل یا بېنظیرې پرکټیان نه وي . چټلستان په هېڅ وخت کې د افغانانو یوالی ، سرلوړي او ترقي نه غواړي . ولس په دې ښه پوهیږي چې پنجاب د افغانستان تاریخي دښمن دی .
    دوستي از دشمن معنی مجوی
    آب حیات از دم افعی مجوی
    د ملا فضل او ملا سمیع حقانیه مدرسو په لارښوونو اوس څوک نه غولیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب