پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د سړک جوړولو ۱۰ کارګر تښتول...

د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د سړک جوړولو ۱۰ کارګر تښتول شوي

تاند (سې شنبه، د جدې ۱۹ مه) نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا له لکي مروت څخه د سړک جوړولو ۱۰ کارګر تښتولي دي.

پولیس وايي چې دا پېښه پرون (دوشنبې) د لکي مروت د بیټنو په حسن خېل سیمه کې شوې ده.

تښتول شویو کسانو د سړک جوړولو له یوې خصوصي کمپنۍ سره کار کاوه.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

لکي مروت د خیبر پښتونخوا د ډېرو نورو سیمو په شان ناامنه ده او د ټي ټي پي په شان وسله والې ډلې پکې فعالې دي.

په همدې حال کې پرون په شمالي وزیرستان کې د پاکستان یو پوځي ووژل شو.

د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې یو سرتېری یې هغه مهال په نښته کې ووژل شو چې دوی غوښتل د خپلو مخالفو وسله والو یو پټنځای له منځه یوسي.

تر دې مخکې پرون د باجوړ په مامندو کې د پولیسو د سپرلۍ د موټر په لاره کې د بم په چاودنه کې لږترلږه ۶ پولیس ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول.

د دغه برید مسوولیت ټي ټي پي په غاړه واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب