تاند (سې شنبه، د جدي ۱۹ مه)
د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده د دوی د رژیم د مدرسو تازه دمه فارغانو ته د رسنیو له لارې خپل پيغام وړاندې کړی.
دا پيغام د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي راډیو تلویزون څخه په لیکلې بڼه خپور شوی، چې ۱۷ ټکي لري او په لاندې ډول دي:
۱- په خپل علم عمل مه پریږدئ!
۲- علم د دنيا د حصول ذریعه مه جوړوئ!
۳- ټولو انسانانو ته په خپل علم سره نفع ورسوئ!
۴- په علم سره دعوت الی الله وكړئ!
۵- په خپل علم تعلیم او درس وکړئ!
٦- د اختلافونو څخه ځانونه وساتئ!
۷- د تكبر او لويي څخه ځانونه وساتئ!
۸- په فقهي مجالسو کی گډون کوئ!
۹- په افاده باندې بخل او له استفادې څخه منع مه کوئ!
۱۰- د مشرانو علماوو خصوصاً د خپلو استاذانو قدر کوئ!
۱۱- پر کشرانو شفقت کوئ!
۱۲- درس مه پریږدئ!
۱۳- پر طالبانو باندې رحم کوئ!
۱۴- ښه سبقونه ورته وایاست سبقونه مه ورقضاء کوئ او کتابونه تر پایه ورته وایاست!
۱۵- په شرعي امورو کې د خپلو امیرانو اطاعت کوئ!
۱۶- د الله تعالی ذکر ډیر کوئ!
۱۷. دعاگانې ډېرې کوئ، خصوصاً د اسلامي نظام د بقاء او خپلو امیرانو ته پر شریعت باندې د استقامت او عدالت دعاوې کوئ او موږ ته هم دعاء کوئ!
د طالبانو یو شمېر منتقدانو ویلي، چې ملا هبت الله او رژیم یې تر ډېره پر دې فکر کوي چې څنګه زر افغانستان په« طالبستان» بدل او نوي ځوانان د خپلې وروسته پاتې مفکورې په اساس وروزي.
طالب چارواکي بیا د خپلو مدرسو له کړنو او پکې د تدریسیدونکو موادو له کیفیت څخه دفاع کوي.
څه مردار خوره رزیله د نجونو حقوق خورې ته رزیل باید محاکمه شې !
“۱۷. دعاگانې ډېرې کوئ، خصوصاً د اسلامي نظام د بقاء او خپلو امیرانو ته پر شریعت باندې د استقامت او عدالت دعاوې کوئ او موږ ته هم دعاء کوئ!”.
ملاصیب که غږ مې اورې!
تاسو چی کومه لاره غوره کړی او د علم، پوهی او ولس سره مو کلکې دښمنۍ ته ملا تړلې او د هوس ، شهوت او قدرت د انحصارولو په لار روان یاستۍ نو زه فکر نه کوم چی د وړو تالبانو دوعاګانی به ستاسو لپاره پکار راشی ځکه چی د هیچا حالت څوک نشی بدلولې تر څو دوۍ خپل حالت خپله بدل نه کړی.
اوس کوښښ وکړۍ او ددې بهترین فرصت نه مزی او خوندونه واخلۍ او نور هم د حورو او غیلمانو او په دی دنیا کې د جنتي نعمتو په برابرولو کې یوه ثانیه وخت هم ضایع نه کړۍ.