Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان له تورغونډۍ تر هراته د ریللارې په جوړولو کې همکاري کوي

ترکمنستان له تورغونډۍ تر هراته د ریللارې په جوړولو کې همکاري کوي

تاند (سې شنبه، د جدې ۱۹ مه) د افغانستان د ریللارې ادارې ريیس په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې وویل چې کابل حاضر دی د هرات – تورغونډۍ په لاره کې د رېل پټلۍ د جوړېدو لپاره مځکې استملاک کړي.

د ریللارې ادارې ريیس بخت الرحمان شرافت په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض اوف سره په کتنه کې له تورغونډۍ څخه تر هرات ښاره د ریللارې د جوړېدو او د دې هدف لپاره د مځکو د استملاک په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د ریللارې ادارې له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي شرافت له ترکمنستان څخه د ریللارې په پروژو کې د ګډ کار د وړاندیز ترڅنګ وویل چې افغانستان به د تورغونډۍ – هرات ترمنځ د پټلۍ د تېرېدو لپاره مځکې له خلکو په بیه واخلي.

د دې هدف لپاره هرات ته یو پلاوی واستول شو چې مځکې مشخصې کړي.

ترکمنستان پر تورغونډې سربېره خپله ریلار د اقینې بندر ته غځولې او له بلې خوا ازبکستان ډېر لېوال دی چې د حیرتان – مزارشریف ریللار تر پاکستانه پورې ورسول شي.

د دې پروژې، په اړه د افغانستان، ازبکستان او پاکستان حکومتونو د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې موافقه کړې وه او د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پرې بیا درو خواوو خبرې وکړې خو تراوسه پورې پانګوونکي نه دي حاضر شوي چې دا پروژه تمویل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...