دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان له ژمنې سره سره لا هم په کراچي بندر کې د...

پاکستان له ژمنې سره سره لا هم په کراچي بندر کې د افغان سوداګرو مالونه ګرځولي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱ مه) افغان سوداګر وايي چې پاکستان له ژمنې سره سره لا هم د کراچۍ په بندر کې د دوی زرګونه ایسار کړي کانتینرونه خوشي کړي نه دي.

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو څه باندې ۳ زره کانتینره له تجارتي مالونو سره له څه باندې دوو میاشتو راهیسي ایسار کړي دي او د سوداګرو په وینا په ځینو کانتینرونو کې داسي خوراکي مواد بار وو چې اوس نور خوسا شوي دي.

پر دې سربېره پاکستان له افغان سوداګرو څخه هره ورځ زرګونه ډالر د دیمریج په نوم اخلي.

تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ د افغان سوداګرو یو پلاوی اسلام اباد ته لاړ او پاکستاني چارواکو ژمنه ورکړه چې د افغان سوداګرو کانتینرونو ته به فوراً د تګ اجازه ورکړي خو له هغه وخته اوونۍ وځي لیکن هیڅ کانتینر نه دی پرېښودل شوی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر تېره اوونۍ ویلي و چې د افغان سوداګرو مالونه دا ځل پرېږدي خو په راتلونکي کې هر څومره مال چې افغان سوداګر له بهره واردوي د خپل ارزښت په اندازه دې د پاکستان په بانکونو کې ډالر د ضمانت په توګه پرېږدي. همداراز پاکستان افغانستان ته پر ترانزیت کېدونکو مالونو لس فیصده مالیه لګولې ده.

افغان سوداګر د پاکستان دا پرېکړه په دې معنا ګڼي چې نور د پاکستان له لارې تجارت ونه کړي. ځکه د دوی په وینا سوداګر دومره اضافي پیسې نه لري.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د ګډو سوداګري خونو یوه مشر نقیب الله صافي نن رسنیو ته ویلي چې پاکستاني مشرانو د کراچۍ بندر چارواکو ته امر کړی چې د دوی تر بلې خبرتیا پورې د افغان سوداګرو کانتینرو ته د وتلو اجازه ورنه کړي.

3 COMMENTS

  1. منافق دری مهم خواص ؛ دروغ ویل ، امانت کی خیانت او وعده خلافی ده چي په سلهاوو ځله امتحان شوی ، نو بیا هم منافق سره معامله ، دا زموږ حماقت او په حدیث شریف ایمان نه درلودل
    ښیی . فاعتبروا یا اولی الابصار.

  2. افغانستان د هم ټول هغه کاروانونه چی ددی لاری څخه منځنۍ آسیا ته ځی را وګرځوی او ایسار دکری. د تجارت په اصولو کی هر عمل د هغه د مثل عکس العمل لری. ترڅو تاوان ونه وینی دا نه خوشی کوی.

  3. مونږ هره ورځ همدا وایو چې پنجابیان منافقین دي . د دوی قول او عمل یو نه دی . بنا خپله لاره بدله کړئ . همدا 70 کاله تاوان مو بس دی . او که تاسو نه شرمیږئ ، بیا پر تاسو پنجابیان ملامت نه دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب