جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان مېشتو افغان پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارتونه وسوزول

پاکستان مېشتو افغان پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارتونه وسوزول

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ادارېUNHCR مخې ته د لاريون پر مهال د دغې ادارې له لوري او ورکړل شوي کارتونه سوزولي.

 دوی ياده اداره د دوی ستونزو ته په نه پاملرنې تورنه کړې او ويلي، چې سلګونه زره افغانان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته پاکستان ته راغلي او څوک یې د بې سرنوشتۍ په اړه پاملرنه نه کوي.

د پاکستان له لوري د پناه غوښتونکو د ويزو نه تمدید، افغانستان ته د طالبانو له وېرې د پناه غوښتونکو نه ستنیدل، په پاکستان کې اقتصادي ستونزې او د هیڅ ډول مرستو نه تر لاسه کول او دغه راز د امریکا او اروپايي هېوادونو له لوري د پناه غوښتونکو، په خاص ډول په واقعي ډول له خطر سره د مخامخو کسانو قضيو ته نه پاملرنه د پناه غوښتونکو عمده ستونزې ګڼل شوي.

د معترضینو له ډلې یوه تن د نوم نه خپريدو په شرط تاند ته وويل، چې پاکستان له مختلفو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه دغه هېواد ته د راغلو افغان پناه غوښتونکو په نوم په سلګونه ميليونه ډالره اخیستي، خو له ويزې نيولې تر ټولو شيانو يې پر دوی قيودات زيات کړي او پریمانه پیسې ورڅخه لوټي.

نوموړی وايي، چې د پاکستان له حکومت څخه هم ډېرې ګيلې لري، خو ‌ړسنيز کولای یې نه شي او دا د ملګرو ملتونو مسولیت دی، چې ستونزې يې له پاکستاني لوري سره تعقیب او حل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې او پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب