جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد‌ لوړو زده کړو وزارت د هلکانو او نجونو محصلانو د درسي...

د‌ لوړو زده کړو وزارت د هلکانو او نجونو محصلانو د درسي ورځو بیلول تاييد کړل

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) د‌ طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د هلکانو او نجونو محصلانو د درسي ورځو د بیلولو په اړه دغه وزارت ته منسوبه پریکړه تاييد کړه.

 ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په يوه خپره کړې ويډیو کې، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت يو مقام پکې په دې اړه غږیږي، د دې پریکړې د عملي کیدو خبر ورکړی.

په ويډيويي پيغام کې طالب مقام وايي، چې د پوهنتونونو د نوي سمستر د پيل لپاره پرېکړه شوې چې په اوونۍ کې درې ورځې هلکان او درې ورځې نجونې پوهنتونو ته ځي او خپلو زده کړو ته به دوام ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د طالبانو په دې پریکړې نيوکې کړي او ويلي، چې دغه ډله په داسې بې ضرورته او خندونکو پریکړو له ځان نه ناراضه ملت د ځان په خلاف ودرول غواړي.

طالبانو بيا ويلي، چې دا پریکړه يې د کابل پوهنتون د علمي شورا په غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب