Home+د هند غوره لیګ: راشد خان غوره لوبغاړی شو

د هند غوره لیګ: راشد خان غوره لوبغاړی شو

تاند(شنبه، د ثور ۳ مه)  د هند په غوره لیګ سیالیو کې د راشد خان ټیم، ګوجرات ټایټانس د کلکتې نایټس رایډرز لوبډلې ته په اتو منډو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې ګوجرات ټایټنس، چې پچه یې ګټلې وه، لوږمړی بیټنګ وکړ او سیالې لوبډلې ته ۱۵۷ منډې هدف وټاکه.

د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د اتو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۴۸ منډې وکړای شوې.

راشد خان د دې مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو. ده په ۴ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۲۲ منډې یې ورکړې.

دې بري د ګوجرات ټایټنس لوبډله د آی بي ایل یا د هند د غوره لیګ د جدول په سر کې پرېښوده. دې لوبډلې تراوسه ۷ مسابقې کړي، ۶ یې ګټلي او یوه یې بایللې ده. ورپسې د حیدراباد سن رایزر لوبډله ده چې په اوو سیالیو کې یې ۵ ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...