یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهپه اسلام کلا کې د افغان او ایراني پوله ساتو شخړه، ایران...

په اسلام کلا کې د افغان او ایراني پوله ساتو شخړه، ایران پوله وتړله

تاند(شنبه، د ثور۳مه) د ایران د پوله ساتو او افغان طالب پوله ساتو ترمنځ له شخړې وروسته په اسلام کلا کې د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لاره بنده شوه.

راپورونه وايي، د هرات ولایت په اسلام کلا کې طالبانو له ایران سره په پوله کې یو سړک پخاوه چې د ایراني ساتونکو له مخالفت سره مخامخ شول.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي په یوه بیان کې تایید کړه چې افغان لوري بې له دې چې له ایراني خوا سره مخکې تر مخکې همږغي وکړي د اسلام کلا- دوغارون په سیمه کې غوښتل چې سړک جوړ کړي.

دوغارون (دوقارون) د اسلام کلا مقابل لوري ته د ایران بندر دی.

قُمي ادعا کړې چې دا سړک د دوو هیوادونو ترمنځ د پولې سرغړونه وه او له همدې کبله ایراني پوله ساتو د هغه مخه ونیوله.

په اسلام کلا بندر کې د افغانستان د طالبانو مرستیال کمیشنر مولوي همایون همت بیا وايي چې د ایراني ځواکونو یو پوځي موټر د افغانستان خاورې ته راواوښت او ځايي افغان ځواکونو ونیوه.

دواړو خواوو خپل سرحدي ځواکونه تیارسی کړي دي او اندېښنه ده چې په پوله کې شخړه پراخه شي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی قُمی وايي چې دا مسله یې د طالبانو له کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره مطرح کړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې د سړک د جوړولو کار باید ودرول شي او دا مسله دې د ګډ سرحدي کمیسیون په وسیله هواره شي.

تر دې وړاندې د تېر میلادي کال په دسمبر کې طالبانو په اسلام کلا بندر کې له صفري نقطې د افغانستان لور ته د ایران له لوري جوړه شوې پوسته او امنیتي کمرې له منځه یووړې. خو هغه مهال ایران عکس العمل ونه ښود.

افغانستان او ایران ۹۰۰ کیلومتره پوله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب