شنبه, مې 18, 2024
Home+  پرواز په پردي وزر

  پرواز په پردي وزر

 له مخلوق څخه ګوښه تر ښار دباندي

یو لوی ډنډ وو تر سایو د ونو لاندي

کله کله به هیلۍ ورته راتللې

په سړو اوبو د ډنډ کي لمبېدلې

پاس پر ونو ځالګۍ وې د مرغانو

پکښی شخول به وو همېش د بلبلانو

په ښاخلو کي یې جوړ کړي وه کورونه

اوسيدل پکښي بچي میندي پلرونه

چي به کله ښکاري باز پر را ښکاره سو

هر مرغه به یې حملې ته آماده سو

له ځالیو به راپورته داسي شخول سو

چي له بازه به ورک لوری د یرغل سو

په دې ډند کي هره ورځ دغه کیسه وه

د بازانو د مرغانو ننداره وه

دوې هیلۍ وي له خپل سېله بېلېدلې

ټولي ورځي یې په ډنډ کي تېرولې

تر دې ډنډه یو کشپ وو هم راغلی

له کلونو یې پر څنډو اوسېدلی

د هیلیو له کشپ سره دوستي سوه

په څو ورځو کي پخه انډیوالي سوه

چي ناوخته به هیلۍ کله راتللې

پر کشپ باندي شېبې نه تېرېدلې

هره ورځ به یې تازه وه مجلسونه

له هر لوري یې کوله صحبتونه

هغه کال وه ناغه سوي بارانونه

هم ویالې وې وچي سوي هم سیندونه

په لوی ډنډ کي اوبه کمي سوې ترخې سوې

په لږ وخت کي سوې بد بویه زرغونې سوې

هیلې راغلې تر کشپه ویل یاره

داسي ښکاري چي بېلېږي د ژوند لاره

تر دې ځایه پوري نه سو موږ راتللای

په دې ډنډ کي نوري نه سو لمبېدلای

کشپ وژړل چي زه هم دلته مرمه

په مردار ډنډ کي به څنګه ژوند کومه

چي مو نه وینمه غم به مي په کور سي

له بېلتونه به ژوندون راته سور اور سي

کشکي ستاسي په څېر زه هم الوتلای

تر بل ډنډ پوري مي ځان سوای رسولای

دې ورستو اوبو کي زه هم تباه کېږم

له سهاره تر ماښامه به کړېږم

هیلۍ وویل کشپه یوه چار سته

غر که هر څومره وي لوړ پر سر یې لار سته

موږ به پورته کړو اوږده څانګه په دواړو

ته یې ونیسه مابین په خپلو داړو

په هوا به دي تر بله ډنډه یوسو

په دوستي په یارانه به هلته اوسو

هغه ډنډ دی له دې ښار څخه دباندي

همېشه رڼې اوبه پکښي بهاندي

بس تر مرګه به مو هلته یارانه وي

تر لمسیو به دي جوړه آشیانه وي

مګر پام کوه چي خوله دي نه کړې خلاصه

چي پر مځکه به را ولوېږې له پاسه

هسي نه چي دي د ژوند وروستی سفر سي

او پر مځکه دي وجود زیر و زبر سي

کشپ وویل خبره مو منمه

زه هوښیار یم خوله به څنګه خلاصومه

که خوله وازه کړمه مځکي ته رالوېږم

د ژوندیو له نړۍ څخه بېلېږم

خو چي دواړي هیلۍ سوې هواته پورته

مخ یې ونیوۍ د لیري وطن لورته

کشپ ولیدل له پاسه شنه کښتونه

په هوا کي د مرغانو پروازونه

دا یې هېر سول چي پردي دي وزرونه

کشپ نه لري داهسي کمالونه

په پردیو وزرونو ځي اسمان ته

د پردیو په کمال ګوري جهان ته

د ښار خلکو ته دا لویه تماشه سوه

په هوا کشپ روان وو ننداره سوه

لوی او کم نارې وهلې په خنداوه

د ښار خلکو پیدا کړې مشغولا وه

کشپ ګوری چي اسمان ته پورته کیږي

د قیامت نښانې دغه دي ښکاریږي

په دنیا کي مو وه هر څه اورېدلي

په هوا مو کشپان نه وه لیدلي

کشپ غوښتل جواب ورکړي په ښکنځلو

او مخلوق ته سي لګیا په بد ویلو

چي دا ټوله د دوستانو برکت دی

چي زه الوزم پر تاسي څه قیامت دی

خو د خولې له خلاصېدو سره خطا سو

ځاي پر ځای مړ سو سفر یې نیمه خوا سو

چي د بل په زور اسمان ته پورته کیږي

د کشپ غوندي به مځکي ته رالویږي

الواته کیږي په زور د وزرونو

نه د بل په عقل پوهه کومکونو

چي د بل پر وزرونو یې تکیه وي

د بې پته مرګ په خوله کي به یې شپه وي

پر پردي قوت چي وکړي حسابونه

رېزمرېز به یې پر مځکه وي هډونه.

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل دیارلسمه، ویرجینیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب