یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهتاند خپل ادرس په تاند ټکی نېټ باندې بدل کړ

تاند خپل ادرس په تاند ټکی نېټ باندې بدل کړ

تاند – تاند خبري وېب سایټ خپل ادرس په تاند ټکی نېټ (www.taand.net) باندې بدل کړ.

تاند په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د خبري وېب سایټونو له کاروان سره ملګری شو او۱۵ کاله کیږي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په هکله خبرونه، راپورونه او تحلیلونه خپروي.

تاند د افغانستان او افغانانو د ملي او دیني ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپرونې کوي او د خبرونو تر څنګ په افغانستان کې د بهرنیو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو د ارزښتونو پالونکي د ریښتیاوو میدان ته راکشوي.

په تاند باندې وخت په وخت د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له آی پي ادرسونو څخه بریدونه شوي چې په ټاکلي وخت سره شنډ کړای شوي دي.

په دې لړ کې، په ۲۰۱۹ کال کې د تاند یوه مشهوره فیسبوک پاڼه چې په لکونو مینه وال یې لرل، هک او له منځه ېوړل شوه.

تاند هڅه کوي چې افغانانو ته کره او تر نورو ژر معلومات ورسوي، د www.taand.net ویبپاڼې تر څنګ تاند له خپلو  فیسبوکپاڼو (https://www.facebook.com/taand.net) او (https://www.facebook.com/TaandPage) څخه هم خپرونې کوي.

3 COMMENTS

  1. قدرمنو، اسلام علیکم !
    الله پاک مو توفیق په برخه کړه. اوسنی وخت کې افغانان تنویری او خبرتیایی مسئالو ته ډیره اړتیا لري. ستاسې د ستومانی قدر پرموږ ډیر دی. افغانستان لکه ټپي ګربت ډیر ستومانه او دردمن دی، خو دهسک خواته له الوت څخه پاتی ندی، وزورونه یې ستاسو په همت نور هم قوت اخلی. خدای به یی ټپونه روغ کړی او بیرته به خپل پرتم ترلاسه کړی. ان شا الله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب