سه شنبه, مې 21, 2024
Home+لا جولا نه وي، نېچې پټوي| استا شپون

لا جولا نه وي، نېچې پټوي| استا شپون

هزاره جاتو کې دا باب و چې چا به نوې عینکې واخیستې نو د هغې د ښیښې مارکه یې نه لرې کوله. غوښتل یې چې ټول پوه شي چې سړي نوې عینکې اخیستې دي، نه مستعملې.

یو بل ځای مې هم د کمپیوټر د ادابو پوښتنه په همدې تاند کې د کوم دیني عالم نه کړې وه. اوس ګورم چې نه یواځې چا رای و نه واهه، بلکه ورځ په ورځ د کمپیوټر بې ادبان زیاتېږي. یو څو مثاله به ور کړم :

+++ اکثر یاران چې راسره چېټ کوي د سلام سره جوخت د خپلو اشعارو او مقالو  لېنکونه راته راولېږي چې پلانکی ډاټ کام یا اېچ ټي پي پي، ډبلیو ډبلیو ډبلیو. او دهغې لوستلو ته مې رابولي. حیا راځي چې ورته ووایم، ما د دودیزې جرګې د نن ورځې د حالاتو پوښتنه کوله، ته راته د خپلو کارنامو لافې وهې. یو نه دی، دوه نه دي، ډېری همدا کوي.

+++ ځینې بیا خپل ناچاپه پنډ کتاب یا مجله رااستوي، وايي، یوشی پرې ولیکه چې ورسره چاپ یې کړم.

+++ ځینې په دې هم نه بسیا کېږي رانه غواړي چې بسته ناول ورته په انګرېزي واړوم.  ورته نشم ویلی چې انصاف داره، زه لا د خپلو لیکنو ژباړې ته لیه نه یم. له دې نه یو قسم د سپکاوي بوی هم راځي، لکه وايي چې ستا لیکنې د ټیټې سویې دي، بهتره ده چې زما شاهکارونه خلکو ته ور وپېژنې.

+++ که د فېس بوک په ځای یې دا شیان ایمېل کې را استولی وای، بیا هم یوه خبره، که مې خوښ شوي وای لوستلی به مې او که نه ډیليت کړي به مې وو، خو په فېس بوک یا مسینجر کې دا کارونه دواړه لوری د ورځې د جدي معلوماتو له راکړه ورکړې نه پاتې کوي.

+++ و طنداران دا کمپیوټرې بانډارونه معمولاً د رسمي د فتري کارونو په ترڅ  کې کوي. چې څلور بجې شي، د پیریانو ��ه شان غیب وي. د جمعې په ورځو کې یو څه سودګي شي.

مطلب مې دا نه و چې کرزی پرې خبر کړم چې ستا مامورین د کار په ځای بنډار کوي، نه مې د مړې ګېډې پاړسو ویله چې ولې دوی ځانله لېپ ټاپ او انټرنېټ نه اخلي. خو دا مې مطلب ضرور و چې ځینو یارانو ته ووایم : وچه مو شه!، لنډه یې کړﺉ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب