شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامریکا: روسي استخباراتو طالبانو ته پیسې ورکړي

امریکا: روسي استخباراتو طالبانو ته پیسې ورکړي

تاند (شنبه، د سرطان ۷) نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه پیسې ورکړې.

ورځپاڼه وايي، د امریکا استخباراتي مامورینو ورته ویلي چې له ولسمشر دونالد ټرمپ سره په دې اړه معلومات شریک شول او په مقابل کې یې د نویو بندیزونو او دیپلوماتیکو اقداماتو په ګډون یو لړ ممکن ځواب وویل شو.

د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس، استخباراتي چارواکي باور لري چې طالبانو د انعام یوه اندازه پیسې وروسته له دې ترلاسه کړې چې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یې بریالي بریدونه وکړل، خو دا څرګنده نه ده چې په هغو ۲۰ تنو امریکايي سرتېرو کې چې تېر کال په افغانستان کې ووژل شول، د کوم یوه وژل کېدا د روسیې له عملیاتو سره تړاو لري او که نه.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا په دې اړه پر استخباراتي معلوماتو په مارچ میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې خبرې وکړې خو د ټرمپ حکومت په دې باب تر تېرې اوونۍ پورې خپلو متحدانو ته څه نه و ویلي.

ورځپاڼې د روسیې د استخباراتو له لوري د طالبانو د ملاتړ په وړاندې د ولسمشر ټرمپ د نظر اړه څه نه دي ویلي خو ویلی یې دي چې دې مسلې د ټرمپ په اداره کې تاوده بحثونه پارولي چې روسیې ته څرنګه ځواب وویل شي.

د امریکا ټایمز مجله بیا وايي چې روسیې په وروستیو کلونو کې د طالبانو ملاتړ له دې سره سره پیل کړی چې کریملین طالبان یو تروریست تنظیم ګڼي.

ځینو امریکايي چارواکو دا نظر څرګند کړی چې روسیه به ښايي له امریکا څخه په سوریه کې د ۲۰۱۸ کال د برید بدل اخلي.

د سوریې په برید کې ګڼ شمېر روسان ووزل شول.

امریکايي چارواکي همداراز فکر کوي چې روسیه هڅه کوي د افغانستان د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

2 COMMENTS

  1. تالیبانو سره وسلی او پیسی د چا دی د قطر پی ار ټی مصارف څوګ ورکوی بس د افغان وژنه روانه ده او خاینان یی پر مونږ حاکم کړی

  2. ورځپاڼه وايي، د امریکا استخباراتي مامورینو ورته ویلي چې له ولسمشر دونالد ټرمپ سره په دې اړه معلومات شریک شول او په مقابل کې یې د نویو بندیزونو او دیپلوماتیکو اقداماتو په ګډون یو لړ ممکن ځواب وویل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب