جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهنبیل: عمران خان اسامه ته د شهید په خطاب، پر غزني د...

نبیل: عمران خان اسامه ته د شهید په خطاب، پر غزني د القاعده د برید اړوند زما وړاندوینه ثابته کړه

تاند، شنبه، د سرطان ۷مه: د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یې په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ده هغه اټکل تائید کړ چې د غزني پر ښار به د القاعده پر مشرۍ ستر برید کیږي.

نبیل دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې د القاعده مشر اسامه بن لادن شهید بللی دی.

نبیل: القاعده شبکه غزني ته د لوی برید لپاره اکمالات کوي

نبیل ویلي ښکاره ثبوتونه شته چې عمران خان د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ له خوا واک ته ورسید.
هغه پر ټویټر لیکلي، هغه څه چې عمران خان د اسامه بن لادن په اړه ویلي نوي نه دي بلمې هغه یوازې د پاکستان د پوځ عام نظر څرګند کړی دی.

نبیل ویلي د عمران خان څرګندونو یو ځل بیا له تروریستانو سره د پاکستان د پوځ تړون ښکاره کړ او نړۍ ته یې ددې پیغام ورکړ چې پاکستان د تروریستانو جنت و او پاتې به وي.

نبیل وایي، عمران خان د افغان سولې مهمو خبرو کې د پاکستان د پوځ ترجمان دی: ((امریکا او نړۍ ته پیغام ورکړل شو چې اصلي ډله طالبان او القاعده نه دي، بلکې د پاکستان پوځ دی، او هغه څه چې ما تیره ورځ پر غزني د القاعده په رهبرۍ د حملې په اړه وویل، په غیر مستقیم ډول د عمران خان له خوا تائید شول.))

عمران خان، د القاعده شبکې مشر بن لادن شهید وباله

رحمت الله نبیل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له دې وړاندې د امریکا حکومت په یوه تازه راپور کې پاکستان د طالبانو په شمول تروریستانو ته خوندي ځای ګڼلی.

امریکا له طالبانو سره تر تړون وروسته له دې ډلې سره اوربند اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې طالبانو ورسره منلې چې د القاعده پر ضد به جګړه کوي او ملاتړ به یې نه کوي.

ښایي د عمران خان وروستۍ څرګندونې د امریکا د وروستي راپور غبرګون وي، خو معلومه به شي چې امریکا به یادو خبرو او د اسامه شهید بللو ته څه غبرګون لري؟

بلخوا د کوزې پښتونخوا مشهور سیاستوال افراسیاب حټک چې د پاکستان د حکومت لوړپوړی وزیر پاتې شوی، هم تازه څرګندونو کې ویلي چې قسم خوړلي دښمنان د امارت په نوم د افغانستان نظام چپه کول او هر ډول سیاست په خپل لاس کې نیول غواړي.

1 COMMENT

  1. نبیل صیب بیا به وگورو چه ستا اتکل رشتیا وی او که په مطبوعاتو کی زان ژوندی ساتل دی.
    دومره خبره به زه اوس اتکل وکم چه پر غزنی که قاعدی حمله ونکره نو بیا وگوری چه نبیل صیب به وایی چه گوری!! دا زما اتکل وو چه د قاعدی حمله ناکامه شوه!
    منم دی تتله نبیله. چه تر کله د امیت ریس وی والله چه کابل کی نه د چا ناموس او نه د چا مال په امن کی وه.
    شه شو چه جناب ریس جمهور پوه شو او په کور یی کینولی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب