شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان، د القاعده شبکې مشر بن لادن شهید وباله

عمران خان، د القاعده شبکې مشر بن لادن شهید وباله

تاند (جمعه، د سرطان ۶) د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون (پنجشنبه) پارلمان ته په وینا کې د القاعده شبکې مشر اسانه بن لادن شهید وباله.

ده وویل، پاکستان ته په نړیواله کچخ څو شرمونه اوښتي چې یوه اویه یې په ایبټ اباد کې پر اسامه بن لادن حمله وه چې په لړ کې یې نوموړی «شهید» شو.

عمران خان، چې د پاکستان له پوځ سره نژدې اړیکې لري او د پوځ له ملاتړه برخمن دی، د بن لادن په اړه یې څرګندونې د پاکستان د پوځ اصلي دریځ ښيي.

یو شمېر لوېدیځ شنونکي وايي چې دا ډول خبرې به د پاکستان هغه ادعا کمزورې کړي چې وايي نور د ترهګرۍ او سختدریځو ډلو ملاتړ نه کوي.

د پاکستان صدراعظم وویل، کله چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱ م کال په خیبر پښتونخوا ایالت کې بن لادن وویشت، «هغه یې شهید کړ.»

ده په ایبټ اباد کې د بن لادن پر پټنځای د امریکايي ځواکونو حملې ته په اشارې وویل چې پر پاکستان یې یرغل وکړ او بیا یې په دې خاطر پاکستان وغانده چې اسلام اباد بن لادن په هغه موده کې چې پناه یې ورکړې وه، نه و سپارلی.

پاکستان رسماً د بن لادن د اوسېدو او پټېدو له ځایه انکار کاوه، خو ځینې وايي چې د دغه هیواد استخباراتي اداره له دې خبره وه چې بن لادن په کوم ځای کې دی او له دې تروریستي شبکې سره یې په دې خاطر همکاري کوله چې بن لادن هم د پاکستان د پوځ په شان د طالبانو ملاتړ کاوه.

پر عمران خان د ده مخالفانو طالبان خان نوم ایښی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه اصف په پارلمان کې د عمران خان پر څرګندونو په غبرګون کې وویل «بن لادن تروریست و، خو زموږ صدراعظم شهید وباله.»

خواجه اصف، چې د نوازشریف د مسلم لیګ ګوند یو مشر دی، همداراز وویل، بن لادن د زرګونو انسانانو په وژلو کې لاس درلود.

د پیپلز ګوند ویندوی سناتور مصطفي کوکهر عمران خان د پاکستان د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله.

3 COMMENTS

  1. دا پاکستانی مشران او رهبران ډير حرموني دي. دوی والله که شرم ولري. ټوله ورځ له تروريستانو سره په یوه بړستن کی ویده وي، ښځې ورته وړي، موردګاوي یي کوي خو بیا وایي چی مونږ له تروريستانو سره اړيکي نه لرو. لکه ددوی د مور میړه اسامه چې په اسلام آباد کې ووژل شو. او دا کوس فروش اولاد اوس ورته شهيد وایي. لعنت د په تاسو حرمونو وي

  2. د افغانستان دولت باید د پاکستان د وزیر اعظم په دغه وینا غبرګون وښایي، نړیوالو رسنیو ته دې دا خبره وکړي، او پریږده چې یوه ډنډوره ترې نه جوړه شي.
    وایي خپله هم بلا ده هم کلا..

  3. عمران خان باید د ملامنصور او ملاعمر په اړه هم ګونګه ژبه روښانه کړی چی ملامنصور او ملاعمر شهیدان دی او کنه؟ ځکه زیاتره افغان ولس ددی خبره په اړه هم د پاکستان روښانه دریځ غواړی چی نړی پوه شی چی پاکستان څنګه آسامه بن لادن ته شهید او ملامنصور او ملاعمر په اړه یی دریځ ګونګ دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب