شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهامریکا، افغانستان د انسانانو د قاچاق په لیست کې شامل کړ

امریکا، افغانستان د انسانانو د قاچاق په لیست کې شامل کړ

تاند (جمعه، د سرطان ۶) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هیوادونو په لیست کې شامل کړ چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره لږ اقدامات کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان حکومت له ماشومانو څخه د جنسي ناوړه استفادې او په جګړه کې له ماشومانو څخه د کار اخیستو د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.

په دې راپور کې، چې پرون (پنجشنبه) خپور شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې، چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره پوره هڅه نه کوي، حساب کړ.

په دې راپور کې د بچه بازۍ او له کم عمره هلکانو څخه په جګړه کې د کار اخیستو یادونه شوې ده.

راپور وايي چې په افغانستان کې لا هم بجه بازي یا د ماشومانو نڅول دود دي او له هغو څخه ناوړه جنسي استفاده کېږي.

راپور وايي، سره له دې چې د پولیسو په ځینو پوستو کې یو شمېر قوماندان د جنسي استفادې لپاره په خپلو لیکو کې کم عمره هلکان ګوماري، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په منځ کې له بچه بازۍ انکار کوي ا و په دې اړه د راپورونو پلټنه نه کوي.

1 COMMENT

  1. امریکا که غواړي جی د انسان د قاچاق مخه ونیسي نو، پامپیو دې د یو میلیارد ډالري اخطار سره افغانستان ته راولیږي. خلیلزاد قطر ته.

    مسأله حل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب