شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد یو شهید کمانډو، طالب ځانمرګي زوی پولیسو ته ځان تسلیم کړ

د یو شهید کمانډو، طالب ځانمرګي زوی پولیسو ته ځان تسلیم کړ

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: په کندوز کې یو ماشوم ځانمرګي دولتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړیاو ویلي یې دي چې طالبانو ترې ټوله کورنۍ اخیستې ده.

دغه ۱۳ کلن ماشوم چې سید مختار نومېږي د چهاردرې اوسېدونکی دی او وايي پلار یې کمانډو ځواکونو کې و او پنځه کاله وړاندې یې طالبانو پر کور برید وکړ چې په ترڅ کې یې پلار او مور ووژل شول.
نوموړیوايي، هغه وخت دی اته کلن و او طالبانو یې له دوه خویندو او دوه وروڼو سره یو ځای یووړ: (( طالبانو زه، زما دوه وروڼه او دوه خویندې له ځان سره یوړو، خویندې مې لا هم نادرکه دي، خو موږ ته یې ځانمرګو بریدونو لپاره تربیه راکوله چې دوهع وروڼو مې کابل کې بریدونه وکړل.))

نوموړی وايي، یو ورور یې جاوید نومیده خو طالبانو پرې حنظله نوم ایښی و، بل ورور یې قاسم نومېده چې طالبانو پرې د همیشه نوم ایښي او کابل ته یې د برید لپاره واستول: (( زه یې هم کندوز ښار ته له واسکټ سره راواستولم، خو ما واسکت سیند ته وغورځاوه او تسلیم شوم.))

بلخوا د کندوز امینه قومنداني تاند ته وايي، سید مختطار د طالبانو د ځانمرګو بریدونو له مسوول مولوي مصطفی سره پنځه کاله زده کړې کړې وې او اوس یې مرکز ته د برید لپاره را استولی و.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د ځانمرګو بریدونو لپاره ماشومان کاروي او بیا پرې چوپ پاتې کېږي.

2 COMMENTS

  1. ویش .. الله !!
    ډیر زیات زړه مې پرې خوږ شو ، خدای دې دا فاسده چارواکي په خاورو ماړه کړي، پکار ده چې دولت د ملي پوځ اولادونو او کورنیو پوښتنه وکړي او هغه وفا او عده پوره کړي، دوی زمونږ د پاره قرباني ورکوي، او فاسده دیموکراته او فاسده مجاهده چارواکي بیا په کیسه کې هم نه وي .
    که واقعا دوی سره د ملي پوځ ارزښت وی، نو د دوی اولادونو لپاره یې باید یتیم پاللو خونې، روزنتونونه او لوړې زده کړې یې پرې کولای، تر څو د خپلو پلرونو په شان د دې خاورې وفاداره وي، او خپل همت او وړتیا ښکاره کړي، او هغه الهام چې دوی ته د خپل پلار د قربانۍ او شهادت نه پاتې کیږي، هغې جذبې او مینې به په وطن کې د هیوادپالنې قربانۍ او په وطن د سرښندنې جذبه تل ژوندۍ ساتلی .. خو دا ټول معنوي ارزښتونه زمونږ هسې ضایع کیږي..
    افسوس دی ډیر زیات

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب