جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهنبیل: القاعده شبکه غزني ته د لوی برید لپاره اکمالات کوي

نبیل: القاعده شبکه غزني ته د لوی برید لپاره اکمالات کوي

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي، پر غزني ولایت د بېلا بېلو کورنيو او بهرنیو جنګي ډلو له لوري د یو لوی برید تابیاوې روانې دي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې، یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ جنګي ډلې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې د پکتیکا او زابل ولایتونو څخه اکمالات ترسره کوي، تر څو پر غزني چې یو ستراتیژیک ځای بلل کېږي برید ترسره کړي او لویه فاجعه تکرار کړي.

ښاغلي نبیل لیکلي چې پر غزني احتمالي برید د القاعدې (شبهه قاره هند) د څانګې له لوري پلان شوی، ځکه په وینا یې د القاعدې د دغې څانګې جګپوړي مشران وروستیو کې د زابل، غزني، لوګر، پکتیکا او وزیرستان یو شمېر ولسوالیو کې تګ راتګ کوي او د وزیرستان په شوال دره کې یې نامعلومه کسانو سره لیدنې کړې دي.

نوموړي د خپلو معلوماتو په درشل کې طالبان هم ننګولي او ویلي، که طالبان د سولې خبرو کې رښتیني وي او د دې بریدونو مخنیوی ونه کړي؛ نو قطر کې د طالبانو مشران د جګړې له واقعیتونو څخه بېواکه شوي دي.

غزنې په ۱۳۹۷ کال کې د طالبانو له لوري د لنډې مودې لپاره نیول شوی و، چې هغه مهال یاد ولایت کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نښته کې خلکو ته بې سارې ځاني او مالي زیان واوښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب